مېرکل غواړي د کرونا بحران سرمشريزه رامخکې کړي
۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعهانګلا مېرکل پر «ډېر چټک عمل» ټينګار کوي. هغه غواړي چې راتلونکې اوونۍ، نه دا چې د پخواني پلان له مخې د جنورۍ پر ۲۵مه، له آيالتي لومړي وزيرانو سره د کرونا وبا پر وړاندې د نورو تدابيرو په هکله سلامشورې وکړي.
مېرکل له دې مخې ويلي دي چې د کرونا ويروس يوازې د لا ډېرو هڅو په پايله کې درول کېدای شي. دا ځکه چې په بريتانيا کې راڅرګنده شوې د دغه ويروس نوې بڼه د «ډېرې اندېښنې» سبب ګرځېدلې ده ځکه چې هغه ډېر ژر خپريږي. له دې کبله ډېر وخت نه شته او دغه پرېکړې د جنورۍ تر ۲۵مې پورې نه شي ځنډېدلی.
صدراعظمي ويلي دي چې يوازې لا سخت تدابير کولی شي چې د ويروس د تصاعدي رشد مخه ونيسي.
«تر اوسه استثناات ډېر دي»
د روبرت کوخ انستيتوت مشر، روبرت ويلر، تر دې مخکې هم د لا کلکو متقابلو تدابيرو غوښتنه کړې وه. ويلر وويل چې «دغه تدابير چې اوس يې نيسو، زما په نظر بشپړ ټولبنديز نه دی.»
د هغه په خبره «تر اوسه لا تر حده زيات استثناات شته او هغه په بشپړ ډول نه تطبيقيږي.» د کرونا ويروس نويو بڼو ته په کتو سره ويلر وويل: «د دې امکان شته چې وضعيت لا خراب شي.»
د روبرت کوخ انستيتوت په حواله تر دې دمه په بريتانيا کې د موندل شوې نوې بڼې ۱۶ موارد او د سويلي افريقا د بڼې څلور موارد په آلمان کې کشف شوي دي.
د ياد انستيتوت د معلوماتو پر اساس د آلمان اوسېدونکي په پسرلي کې د لومړي ټولبنديز په پرتله اوس ډېر ګرځي او خپل تماسونه يې په هغه کچه نه دي راکم کړي.
wa/rb/ن ص/ن ز