«د افغانستان د همسایه ګانو سره د مهاجرینو په اړه خبري کوو»
۱۴۰۰ مرداد ۲۶, سهشنبهمیرکل دغه خبره پرون دوشنبه ماښام (د اګست میاشتي ۱۶ مه) په برلین کي د افغانستان د اضطراري حالت په باب د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړه او اضافه یې کړه:« دلته خبره تر ټولو دمخه پردې باندي ده، چي موږ د افغانستان د هغو همسایه هیوادو سره مالي کومک کوو، کومو ته چي افغان مهاجرین ورځي.»
د میرکل په خبره په دې مسأله کي تر ټولو دمخه زموږ تمرکز د همسایه هیواد پاکستان سره د ګډ کار پر سرباندي ده. مهمه داده ، چي د ملګرو ملتو د مهاجرینو د عالي کمیسارۍ، UNHCR سره پدې موضوع کي ارتباط ونیول سي. پدې هکله به نن چهارشنبه د جرمني د وزیرانو په کابینه کي سلا مشورې وسي.
میرکل اضافه کړه: دا مهمه ده، چي د امکان تر حده پوري ډیرو هغو خلګو ته، چي مستقیمأ یې د الماني تأسیساتو او یا جرمني دپاره کار کړی نه وي د « افغانستان په شاوخوا کي د پاته کیدو یو ډاډمن ځای پیدا سي.»
خو میرکل د دې څخه خبرداری هم ورکړ، چي پخواني اشتباهات نباید تکرار سي. هغې پخواني اشتباهات دا وبلل ، چي مثلأ « د ملګرو ملتو د مهاجرینو عالي کمیسارۍ او یا نړۍ د لوږي پروګرام ته پوره پیسې په اختیار کي ورنه کول سي. او بیا یې نو په خبره خلګ مجبوره سول، چي د اردن، لبنان ، سوریې او یا نورو هیوادو څخه مستقیمأ د اروپا پر خوا حرکت راوکړي. »
میرکل وویل، چي خبره اوس پردې باندي ده، چي ژر عکس العمل وښوول سي او د افغانستان همسایه هیوادوو ته کافي کومکونه په اختیار کي ورکول سي.
آ./م.ق./ا.ا.