جرمنیانو د افغانستان څخه د وژل سوو عسکرو یادګاري ډبره یووړه
۱۴۰۰ خرداد ۸, شنبهلکه څنګه چي الماني پوځ پرون جمعه خبر ورکړ، دغه د یادګاري څلي ډبره چي په مزار شریف کي د جرمنیانو په مرکزي قرارګاه کي پرته وه، تیره پنجشنبه (د می میاشتي ۲۷ مه) لایپزیک ښار ته راانتقال سوه. دغه ډبره د مزارشریف د مرمل په قرارګاه کي د ۲۰۰۷ م کال راهیسي د جرمني د وژل سوو عسکرو یادګاري څلی ؤ.
تر دې تصمیم وروسته ، چي د جرمني د پوځ ماموریت دي په افغانستان کي پایته ورسیږي، دا فیصله هم وسوه، چي د هغوی د وژل سوو عسکرو څلی دي هم په پوټسدام کي د هغوی د کوماندو د مرکزي قومندانی د «یادګاري څلي»مرکز ته راانتقال سي.
دغه ځای ته په خارج کي د ټولو الماني وژل سوو عسکرو یادګاري څلي راانتقال او د سره ورته یوځای تعینیږي او جوړیږي. په پوټسدام کي د کوماندو د مرکزي قومندانی د عملیاتو قوماندان، اریش پیفر ددغه یادګاري څلي د راانتقال څخه خوښي ښکاره کړه او ویې ویل:« زه خوشاله یم، چي موږ پردغه سخت لوژیستیکي چلنج باندي په ګډه سره بری تر لاسه کړ.هغه نه یوازي د جسامت له لحاظه غټه او درنه وه، بلکي ایډیالستي دروندوالی یې هم درلودی».
آژانسونه/ق.ن/ اا