په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوي دي
۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبهمراکشي رسنیو د دغه هیواد په ساحل کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې د ۱۳ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د «Hespress» خبري انټرنټ پاڼې د جمعې په ماښام خبر ورکړی دی چې د دغې کښتۍ ۲۵ تنه مسافر ژغورل شوي او ۸ تنه نور یي لادرکه دي.
د لبنان هیواد پوځ په حواله د شنبې په ورځ د لبنان په ساحل کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې بیا ۲ تنه وژل شوي دي. د لبنان د پوځ په حواله شاوخوا ۲۰۰ مهاجر وروسته له هغې وژغورل شول چې د دغو مهاجرو لیږدونکې کښتۍ د لبنان په شمال ساحل کې ډوبه شوه.
د مهاجرو ډکي کښتۍ ته د لنګر اچولو اجازه ورکړل شوې
د فرانسې خبري آژانس د خبریال په وینا د ژغورل شوو کسانو په لسګونو خپلوانو او عزیزانو د ترابلس په بندر کې د هغوي راتګ ته انتظار کولو. د AFP په حواله په کښتۍ یوازې شاوخوا ۵۰ تنه یي د لبنان هیواد او نور اکثریت يي سوریايي مهاجر ول.
د ساحلي ګارد یا ساتونکو په حواله د لیبیا ساحل ته نږدې یوه کښتۍ چې ۶۵۰ تنه مهاجر په کې سپاره ول تر نیول کیدو وروسته بیرته ساحل ته ستنه کړای شوې ده. د لبنان ساحلي ګارد د شنبې په ورځ خبر ورکړل چې په دغې کښتۍ کې تر ټولو ډیر د بنګله دیش، سوریې او مصر هیوادونو اتباع ول.
هر کال په لسګونو زره انسانان کوښښ کوي چې له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. د لیبیا چارواکي، قاچاقبران او ملیشه په پرله پسې ډول مهاجر نیسي او په کمپونو کې یي ساتي. دغه هیواد له مهاجرو سره د چلند له کبله په دوامداره توګه له انتقادونو سره مخامخ دی.
د بشري حقونو ډلې د انساني قاچاقبرانو له خوا او په حکومتي توقیف ځایونو کې له مهاجرو سره ترسره کیدونکي وحشتناکه چلند رپوټونه ورکوي. چارواکي او د حکومت له خوا ګمارل شوي وسله والې ډلې، په پرله پسې ډول د مهاجرو پر شکنجه کولو، جنسي تیري او ناوړه چلند تورن شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا