افغانستان کې د خبریالانو د نېول کېدو پر دوام د یوناما نېوکه
۱۴۰۲ مرداد ۲۷, جمعهد ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې خبریال مرتضی بهبودي او د نجونو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا د روان کال په لومړیو کې نېول شوي چې لاهم د طالبانو په بند کې دي.
یوناما زیاته کړې: «یوناما د نړیوالو قوانینو له مخې واکمنو چارواکو ته د دوی مکلفیتونو وریادوي چې د نظر او بیان ازادۍ ته درناوی، ساتنه او وده ورکړي.»
ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې نېول شوي کسان باید د کورنیو له غړو او مدافعل وکیل سره د لېدنې حقونه ولري او باید په دې وپوهول شي چې د کومو تورونو پر بنسټ نېول شوي؟
طالبانو تېره اونۍ په کندهار کې درې خبريالان تر هغه مخکي په ننګرهار کې دوه خبریالان ونېول چې بیا وروسته کندز ولایت کې د دوو نورو خبریالانو د نېول کېدو خبر هم ورکړل شو.
د بې پولې خبریالانو سازمان تېره ورځ اعلان کړی چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې ۹ خبریالان نېولي دي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
له دغو نېونو وړاندې ۴ خبریالان وار له مخه د طالبانو په بند کې دي.
په همدې حال کې د خبریالانو خوندېتوب کمیټې په یوه رپوټ کې ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست راهیسې ۶۴ خبریالان نېول شوي.
دې کمېټه زیاته کړې چې د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو سره سم په افغانستان کې د رسنیو ځپل، محدودول او سانسورول ډېر شوي. دغه راز طالبانو په ښځینه خبریالانو هم محدودیتونه ډېر کړي دي.