1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ګډون ۱۲ هيوادونو کې د میندو د خوارځواکۍ ډېرښت

۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

په هغو ۱۲ هيوادونو کې چې د خوړو له بحران سره مخامخ دي، له ۲۰۲۰م کال راهیسې په خوارځواکۍ اخته امیندوارو او شیدو ورکوونکو ښځو شمېر پکې ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

https://p.dw.com/p/4OLyV
ارشیف:انځور د سومالیا په یوه روغتون کي یوه مور د خپل ماشوم سره
ارشیف: انځور د سومالیا په یوه روغتون کي یوه مور د خپل ماشوم سرهانځور: Guy Peterson/AFP/Getty Images

د یونیسف هغه راپور چې د نړۍ په نږدې ټولو هیوادونو کې د ښځو د آمارو د تجزیې او تحلیل پر بنسټ چمتو شوی، اټکل کوي چې تر یو ميلیارد ډېرې بالغې مېرمنې او نجونې له خوارځواکۍ سره مخ دي چې په پایله کې ېې د وینې او ویټامینونو له کمښت، کم وزنۍ او ټیټې تنې سره مخامخ کیږي.

ډېري دا میرمنې د نړۍ په خورا بې وزلو هیوادونو لکه سویلي آسیا او د افریقا په نیمه وچه کې ژوند کوي. د دې بالغو مېرمنو او نجونو ۶۸ سلنه کم وزن لري او ۶۰ سلنه یې د وینې له کمښت څخه رنځ وړي.

افغانستان؛ په خوارځواکۍ د اخته کوچنيانو شمير کابو ۵۰ سلنه لوړ شوی

یونیسف ویلي دي چې ناسم او ناکافي خواړه نه یواځې د دارنګه ښځو روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د هغوی پر ماشومانو هم ناوړه اغیز کوي. یونیسف یادونه کوي چې "خوارځواکۍ نورو نسلونو ته لیږدول کیږي."

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

خوارځواکي چې له يوې خوا د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې خطر زياتوي، له بلې خوا د جنين د پرمختګ مخه نيسي او په راتلونکي کې د ماشومانو پر تلپاتي تغذيې، ودې، زده کړې او د عايد پر ظرفيت باندې هم پايلې پریږدي.

آرشیف: انځور کي دغنمو کښت
آرشیف: انځور کي دغنمو کښتانځور: Olena Mykhaylova/Zoonar/picture alliance

د یونیسف په راپور کې ویل شوي: «په نړۍ کې ۵۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له دوه کلنۍ ټیټ دي، ناقصه وده لري. موږ اټکل کوو چې د دې ماشومانو نیمایي د امیندوارۍ او د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې، کوم چې ماشوم په بشپړه توګه د مور په خوړو پورې تړلی وي د پرمختیایي نیمګړتیاو سره مخ شوي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

راپور اټکل کوي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، په ۱۲ هیوادونو کې د ډیرې خوارځواکۍ سره مخ د امیندوارو او شیدو ورکونکو مېرمنو شمیر ۲۵ سلنه ډیر شوې یعنې له ۵،۵ ميلیونو څخه ۶،۹ میلیونو ته دا شمیر لوړی شوی.

«په هره یوه دقيقه کې ښايي يو ماشوم له لوږې ومري»

په دغو هیوادونو کې چې ټول د خوراکي توکیو له بحران سره مخ دي افغانستان، بورکینا فاسو، ایتوپیا، کینیا، مالي، نیجر، نایجیریا، سومالیا، سوډان، جنوبي سوډان، چاد او یمن شامل دي.

د یونیسف اجرایوي رئیسې کاترین روسل په یوه بیان کې وویل: «د نړیوالې ټولنې له بیړني اقدام پرته، د دې وضعیت پایلې به راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.»

هغې زیاته کړه: «د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه موږ باید د امیندواره او بالغه نجونو خوارځواکۍ ته هم پاملرنه وکړو.»

یونیسیف د خوارځواکۍ سره مخ بالغو مېرمنو او نجونو ته د قوې خوړو د لاسرسي په برخه کې د لومړیتوب ورکولو غوښتنه کړې، او همدارنګه د ورځني خوراکي توکو لکه اوړو، خوراکي غوړو او مالګي ته د تغذیې له پلوه د بډایه کیدو په برخه کي لازم اقدامات کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

«په افغانستان کي ۸۰سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي»