1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

د مالي ولسمشر، لومړی او دفاع وزیران نیول شوي دي

۱۴۰۰ خرداد ۴, سه‌شنبه

په مالي کې د پوځ له خوا د ملکي سیاستوالو تر نیول کیدو وروسته، اروپايي اتحادیي د ولسمشر باه نداو او لوموړي وزیر مختار وان نیول کیدل غندلي دي.

https://p.dw.com/p/3tttV
Mali | Interimspräsident Bah Ndaw
د مؤقت حکومت مشر باه نداوانځور: Amadou Keita/Reuters

د مالي هيواد پوځ د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می مياشتي۲۴) ولسمشر باه نداو او لومړی وزیرمختار وان دستګیره کړل. نړیوالې ټولنې دغه اقدام سخت غندلی دی. د دفاع وزیر سلیمان دو کور، هم نیول شوی دی.

ویل کیږي چې دغه سیاستوال تر نیول کیدو وروسته پلازمېنې بماکو ته نږدې پوځې اډې (کاټي) ته وړل شوي دي.

دغه نیونې په کابینه کې د تغیر او تبدیل په نتیجه کې د دوو نظامي چارواکو له دندو لیري کیدو څخه یوازې څو ساعته وروسته ترسره شوي دي.

د نړيوالې ټولنې غبرګون

ملګرو ملتونو، افریقایي اتحادیې او د لویدیځو افریقایي هیوادونو اقتصادي ټولنې (ACOWAS) د دې اقدام د غندلو ترڅنګ په سمدستي توګه د دغو سیاستوالو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. اروپایي اتحادیي، امریکا، او بریتانيا هم پر دې «ممکنه بغاوت» نیوکه کړې ده. اروپايي اتحادیې دغه اقدام «سړي تښتونه» بللی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوتیرش ویلي دي چې هغه د نداو او وان د نیول کیدو له امله ډیر انديښمن دی. هغه په تویتر کې لیکلي دي چې »زه بې له شرطه په سوله ایزه توګه د دوی د خوشې کولو اپيل کوم.»

د اروپایي شورا مشر چارلس مشیل په بروکسل کې د اروپايي اتحادیي د سرمشریزې کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل: «هر څه چې شوي هغه ډیر غلط کار شوی دی او موږ به د دې پر وړاندې پر اړینو اقداماتو غور وکړو.»

د مالي سیاستي وضعیت

په اګست میاشت کې پوځ ولسمشر ابراهیم بوبکر له واک څخه لیري کړ چې وروسته بیا هغه اړ شو خپله استعفاء وکړي. په سپټمبر کې د نداو په مشرۍ یو موقتي حکومت رامنځته شو.

دغه عبوري حکومت د ۱۸ میاشتو له پاره جوړ شوی وو چې په هیواد کې د اصلاحاتو راوستل او ټاکنو ترسره کولو دنده ورته سپارل شوې وه. په دغه موقتي یا عبوري حکومت کې شامل اکثره لوړپوړي چارواکي نظامیان دي. نداو پخپله هم د پوځي افسر په توګه خدمات ترسره کړي دي.

مالي اوس له ډیرو امنیتي او بشري کړکیچونو سره لاس او ګریوان دی

بیلتون خوښوونکو اسلامپالو ډلو له ۲۰۱۲م کال راهیسې د حکومت پر ضد وسله واله جګړه پیل کړې ده. د دغو جګړو له امله په لسګونو زره خلک بې کوره شوي دي او د تشدد لمنه ګاونډیو هیوادونو بورکینا فاسو او نایجر ته هم غځیدلې ده.

چاپیریالي ستونزو په هیواد کې د خوراکي موادو تولید او په مجموع کې د کرنې سکتور په بد ډول اغیزمن کړی دی. د کووید-۱۹ وبا له امله د هیواد روغتیایي سيستم تر سخت فشار لاندي شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز