یوې ښځې ۹ ماشومان زیږولي دي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهد مالي حکومت ویلي دي چې دغه ۲۵ کلنه میرمنه چې حلیمه سیسه نوميږي او د مالي په شمال کې د یوې فقیري سیمې اوسیدونکې ده د مارچ په ۳۰ نیټه د ښه مراقبت په خاطر مراکش ته لیږدول شوې وه. په پيل کې تصور کیده چې دغه ښځه پر ۷ ماشومانو مېندواره ده.
د اوو ماشومانو زیږول په نړۍ کې یوه نادره خبره ده، خو د ۹ ماشومانو بیا تر هغې ډیره نادره پېښه ده.
د مراکش د روغتیا وزارت ویاند رشید کودهري، ویلي دي چې د دغه هیواد په کوم روغتون کې د نهو ماشومانو د یوځایي زیږدلو په اړه اطلاع نه لري.
خو د مالي هیواد د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې حلیمې پنځه لوڼې او څلور زامن په عملیاتو زیږولي دي.
د مالي د روغتیا وزیرې فنتا سیبي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه پورې د مور او نوي زیږدلو ماشومانو روغتیایي وضعیت ښه دی.»
هغې ویلي چې د مالي هیواد یوه ډاکتره له دې ښځې سره مله ده او په دومداره توګه دې ته د هغې ښځې د وضعیت په اړه اطلاع ورکوي.
د مالي د روغتیا وزارت ویلي دي چې دغه مور به په راتلونکو ورځو کې له خپلو ماشومانو سره یوځای کور ته ستنه شي.
سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې ډاکټران د دې مور او ماشومانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندیښمن دي.
د مالي د روغتیا وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې په دواړو هیوادونو (مالي او مراکش) کې آلټراساونډ معایناتو د دې مور په بطن کې ۷ ماشومان ښودلي وو.
میرمن سیبي د مالي او مراکش طبي ډلو ته مبارکي ویلې ده چې د دوی د وړتیا او ښه کار له امله د دغې ښځې میندوارۍ خوشحاله کوونکي پایلې درلودلي دي.
آژانسونه: ش.ن/ س.ر