1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لبنان کې د اوکراین د غله جاتو لیږدونکې کښتۍ نیول شوې

۱۴۰۱ مرداد ۹, یکشنبه

د لبنان څارنوالۍ د «لااودیسیا« باري کښتۍ چې ویل کیږي د اوکراین »غلا شوي« غلې په کې لیږدول کیږي، د درولو امر کړی دی. دغې کښتۍ چې د سوریې بیرغ پرې نصب دی، د طرابلس په بندر کې لنګر اچولی دی.

https://p.dw.com/p/4Ev7h
Libanon - syrisches Frachtschiff Laodicea in Tripolis
انځور: picture alliance/AP

د پنجشنبې (د جولای په ۲۸ نیټه) په ورځ په لبنان کې د اوکراین سفیر ایګور اوستاش، د لبنان له ولسمشر میشل عون، څخه غوښتنه وکړه چې د لااودیسیا بار وړونکي کښتۍ په هکله چې د طرابلس په بندر کې یي لنګر اچولی دی تحقیقات وکړي.

په لبنان کې د اوکراین د سفارت د ادعا پر بنسټ دغه کښتۍ د کریمیا ټاپو [چې روسیې کلونه وړاندې له خپلې خاورې سره یو ځای کړه] په فئودوسیا بندر کې په غیر قانوني ډول په غنمو او اوربشو بار کړای شوې ده.

مخکې تر دې رپوټ ورکړل شوی و چې د لااودیسیا کښتۍ له اوکراین څخه ۵۰۰۰ ټنه غنم او ۵۰۰۰ ټنه اوربشې لیږدوي. اوکراین روسیه د خپلو غلو دانو د ډیپوګانو یا زیرمه تونونو په لوټ او تالا کولو تورنه کړې ده.

په دې توګه د محکمې د محاسبې څانګې څارنوال عسان عویدات، د لبنان پولیسو ته امر کړی دی چې د کښتۍ په اړه څیړنې پيل کړي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه لبناني څارنوال همدارنګه د قضایي تحقیقاتو د بهیر تر بشپړیدو پورې د دغې کښتۍ د درولو امر کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس د لبنان د قضایي چارواکو په حواله ویلي دي چې د کښتۍ چلونې د دې شرکت مالک یو ترکی تبع دی او په کښتۍ کې بار غلې دانې د یوه سوریایي سوداګر پورې تعلق لري.

د جولای په میاشت کې په ترکیه کې د اوکراین سفیر د ترکي چارواکو په وسیله د [ژبیک ژولي په نوم کښتۍ چې له اوکراین څخه پر غلا شوو غله جاتو باره وه] د درولو خبر ورکړی و.

اوکراین په نړۍ کې د غلو یو له سترو صادرونکو څخه دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په وینا، اوکراین د روسیې له پوځي یرغل مخکې ۱۸ میلیونه ټنه غنم صادرول.

اوکراین پر روسیې تور لګوي چې د دغه هیواد د ختیځو برخو په نیولو سره د دغو سیمو غلې دانې په غنیمت نیسي او غلا کوي یې.

همدارنګه په توره بحیره کې د روسي بیړیو په وسیله د اوکراین د بندرونو محاصره کیدل په ټوله نړۍ کې تر اندازې زیات د غله جاتو د قیمتونو د لوړیدو او د خوراکي موادو د نړیوال کړکیچ لامل شوی دی.

تیره اونۍ د ترکیې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوکراین د غله جاتو د صادراتو په اړه یوه موافقتنامه لاسلیک شوې وه. په دې موافقتنامه کې په استانبول کې د همغږۍ د یوه ګډ مرکز او په مبدا او مقصد بندرونو کې د غله جاتو د انتقال له پاره مشترک کنترول رامنځته کول شامل دي. د دې کار هدف دا ښول شوی ترڅو په کښتیو کې وسلې او یا پوځي تجهیزات انتقال نه کړل شي.‌

خو روسیې له موافقې یوه ورځ وروسته د غلو دانو د صادراتو پر کلیدي بندر توغندیز برید وکړ او اوس په لسګونو کښتۍ چې شاوخوا ۲۰ میلیونه ټنه غله په کې بار ده د اودسا په بندر کې د نړۍ ټولو برخو ته صادریدو ته منتظر دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ. ح