کرېملېن: اوکراین ته ورکړل شوې اف-۱۶جېټ الوتکې به «وويشتل شي»
۱۴۰۳ مرداد ۱۱, پنجشنبهد روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین دغه څرګندوني تر هغو رپوټوڼو وروسته کړي دي چې وايي د متحدینو لومړنۍ اف-۱۶ جنګي الوتکې اوکراین ته رسېدلي دي.
د کريملین ویاند ديمتري پيسکو، د یادو جنګي الوتکو په هکله وويل: «د هغو شمېر به په تدريج راکم شي، هغوی به په نخښه او راوغورځول شي، خو په یقین سره چې دغه تحويلېانې به په جنګي جبهو کې د پېښو په پرمختګ کې د پام وړ اغیز و نه لري.»
اوکراین له څه باندې دوو کلونو راهیسې له خپلو غربي متحدینو د امریکا ساخت دغو جنګي جيټ الوتکو غوښتنه کوله.
اف-۱۶ جنګي جيټ الوتکې له لسیزو راهیسې د هغوی دقت، سرعت او واټني وړتیا له پاره ستاینه او تبلیغ شوی دی.
کیف تمه لري چې د دغو نوو ورسېدلو الوتکو په مرسته به ځان د روسي الوتکو له بمباریو په بهتره توګه محافظت کړي.
د ناټو سازمان ګڼو غړو هيوادونو اوکراین ته په متفاوتو شمېرو کې د دغو جنګي جيټ الوتکو د اکمال ژمنې کړي او پيلوټان او عملې ته ېې د میاشتو میاشتو روزنې ورکوي.
په وروستیو میاشتو کې چې روسيې پر اوکراین خپلو بمباريو ته زور ورکړی دی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، له خپلو متحدینو سره غونډې درلودې. هغه په دغو غونډو کې د اوکراین د دافع هوا سیستم پر ملاتړ ټینګار کاوه او دا موضوع ېې د اجنډاو په سر کې وه.
زیلنسکي په می میاشت کې د فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ويلي ول چې هيواد ېې د روسيې هوايي چلند سره د برابرۍ له پاره شاوخوا ۱۳۰ اف-۱۶ جنګي جيټ الوتکو ته اړتیا لري.
خو د اوکراین متحدینو تر اوسه له دغه هېواد سره د ۱۰۰ اف-۱۶ جيټ الوتکو ژمنه کړې ده. په احتمال سره اکثره دغه الوتکې به د پيلوټانو تر کلونو روزونې او پرواز ته د هغوی تر اماده کېدو وروسته، اوکراین ته ورسيږي.
(AFP)mks/nz
له آرشیف څخه (09.05.2022 ):