جرمني غواړي افغان کارکوونکي یې راوغواړي
۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبهد جرمني د دفاع وزیري انه ګریت کرمپ ـ کارنباور په دې ارتباط الماني خبري آژانس،dpa ته ویلي چي په دې موضوع کي د جرمني د حکومت په دننه کي خبري دوام لري. په خبره یې « موږ دلته د هغو کسانو خبره کوو، چي ځینو یې په کلونو کلونو او پر خپل ځان د خطر په قبلولو سره زموږ سره کار کړی ، حتی جنګیدلي او خپله توانايي او قابلیت یې ښکاره کړی دی.»
کارنباور د خپلو خبرو په ادامه وویل، « زه دا د جرمني جدي مسؤلیت بولم، چي کله چي موږ د افغانستان څخه د همیشه دپاره وځو، دغه خلګ بې دفاع هلته پرې نږدو.»
ناټو تیره چهارشنبه (د اپریل میاشتي ۱۴ مه) فیصله وکړه، چي د می میاشتي د اولي نیټې څخه د افغانستان څخه د خپلو قواوو په راوتلو شروع وکړي. تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو ویلي وه، چي د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱ پوري به د افغانستان څخه خپلي قواوي راوباسي.
المانی پوځ بیا حتی غواړي د اګست میاشتي تر نیمايي پوري راووزي. جرمني په افغانستان کي د ۱۱۰۰ ځواکونو سره تر امریکا متحده ایالاتو وروسته دوهم لوی قوت تشکیلوي.
د جرمني د دفاع د وزارت په حواله دغه هیواد د ۲۰۱۳ م کال راهیسي تر اوسه پوري هم ۷۸۱ افغان محلي کارکوونکي جرمني ته راوستلي او لا ورسره تقریبأ ۳۰۰ افغانان کار کوي.
آ./م.ق./ا.ا.