1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۷, جمعه

د آلمان په زولينګن ښار کې د چړې تر برید وروسته د چاقو بریدونه بیا د پام وړ مسله ګرځېدلې ده. دا چې په ټولیز ډول څو بریدونه شوي دي، لا معلومه نه ده. د آلمان د پولیسو له اتحادیې (GdP) څخه جدي څرګندونې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ocPs
ممنوعه وسلې
هغه وسلي او اوزار چې په آلمان کې منع ديانځور: Jochen Tack/picture alliance

پهآلمان کې د پوليسو صنفي اتحاديې (GdP) د چاقو جرمونو پر ضد د مبارزې په لاره کې د وسلو د قانون د سختېدو غوښتنه کړې ده. د يادې اتحاديې فدرالي مشر يوخن کوپلکې، وویل: «په ځانګړي ډول هغه کسان چې بیا بیا جرمونه کوي، باید چاقو او نورې وسلې له ځان سره ونه ګرځوي. آلمان ته له چاقو څخه ستونزه ورپېښه ده.»

د یوې نظرپوښتنې له مخې چې د آلمان د خبري آژانس لخوا ترسره شوې، د آلمان په ځینو ایالتونو کې د چاقو بریدونو شمېر سږ کال بیا زیات شوی دی.

د چاقو بریدونو په شمېر کې بدلون

تر اوسه دا شمېر معلوم نه دی چې په روان کال کې په آلمان کې څو د چاقو بریدونه شوي دي. د پولیسو د احصائیې له مخې، هغه جرمونه چې پکښې برید د چاقو په مرسته شوی وي یا يې ګواښ پکښې شوی وي، د چاقو برید ګڼل کېږي. یوازې له ځان سره د چاقو ګرځول دې احصائیې ته نه اضافه کېږي.

پولیسو په ۲۰۲۳م کال کې د خطرناکې او شدیدې فزیکي زیان رسونې ۸۹۵۱ قضیې ثبت کړې دي چې پکښې چاقوګان کارول شوي وو. دا شمېر د تېر کال په پرتله نږدې ۹  اعشاريه ۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د ۲۰۲۳م کال د ټولو ثبت شویو غلاوو پېښو ۱۰ اعشاريه ۹ سلنه هم د چاقو بریدونه وو.

آلمان د زولينگين پیښه ۲۵ کاله وروسته یادوي

د (GdP) مشر، کوپلکې، د معلوماتو پر کموالي نیوکه وکړه: «موږ کافي او د باور وړ معلومات نه لرو.» د هغه په وینا، د دې قضیو دقیق ثبتول به د راتلونکي کال څخه پیل شي. هغه زیاته کړه: «خو موږ لا دمخه د چاقو بریدونو د قضیو زیاتوالی وينو.» د هغه په وینا، د پولیسو په ورځني کارونو کې د چاقو جرمونه یوه عادي برخه ګرځېدلې ده.

د ایالتونو حالت

د آلمان د خبري آژانس لخوا ترسره شوې سروې ښيي چې د چاقو بریدونو وضعیت په بیلابیلو سیمو کې توپیر لري. په براندنبورګ کې د تېر کال په پرتله د شمېرو زیاتوالی اټکل شوی دی. په همدې ډول، په زارلاند، زاکسن، او شلیسویګ هولشټاین کې هم د دې زیاتوالي نښې لیدل شوې دي.

په آلمان کې درې کسان د برید پلانولو په شک نیول شوي

په راینلاند-فالڅ کې، د کورنیو چارو وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چاقو بریدونه د تېر کال د ورته وخت په شان وو. برلین او هیسن کې هم د شمېرو د نه بدلون راپور ورکړل شوی. په زاکسن-انهالټ کې په لومړیو لسو میاشتو کې د کمېدو نښې ښودل شوي او په میکلنبورګ-فورپومرن کې د ټول کال لپاره د کمېدو اټکل شوی دی.

د قانون سختولو شا ته څه دي؟

په اګست میاشت کې په زولينګن کې د مرګوني چاقو برید وروسته، د سوسيال ديموکرات، زرغونو او ليبرال ګوند ائتلاف د امنیتي کڅوړې په نوم قانون تصویب کړ. ياده قانوني بسته په اکتوبر مياشت کې د آلمان د مرکزي پارلمان بوندستاګ له خوا تصویب شوه. په دغه کې د وسلو د قانون د سختېدو برخه هم شامله وه.

د وسلو په قانون کې اوس دا هم ذکر شوي چې د ولسي جشنونو یا د سپورټي لوبو په ننداره کې د وسلو ګرځول، په ځانګړي ډول چاقو، منع دي. د کورنیو چارو وزیرې، نانسي فېزر، په دې اړه وویل: «موږ په عامه غونډو کې د چاقو ګرځول منع کوو او ایالتونو ته اجازه ورکوو چې نور سخت بندیزونه ولګوي.»

د غوښتنو تفصیل

د پولیسو اتحادیې د قانون سختېدل «یو مهم ګام» وباله. خو د (GdP) مشر خبرداری ورکړ: «د وسلو د بندیز زونونو په پراخه او مؤثره ډول کنټرول لپاره کافي پولیس نشته.» هغه زیاته کړه: «سیاست په دې پدیده کې د نظرونو له کمښت سره مخ دی.»

په زولينګن ښار کې د چاقو برید په ترڅ کې درې کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول. تورن سوریایی وګړی چې باید په ۲۰۲۳م کال کې بلغاریا ته اخراج شوی وای، تورن دی. اسلامي دولت ډلې (داعش) د دې برید مسوولیت منلی دی.

آلمان؛ په کرسمس بازار کې د بريد په تور یو ډاکټر نيول شوی

کوپلکې، د ویډیويي څارنې زیاتولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د چاقو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید د مصنوعي ځیرکتیا په څېر نوې ټیکنالوژي وکارول شي. هغه زیاته کړه: «په آلمان کې خلک د دې بریدونو له امله ځان ډېر ناامنه احساسوي.» د هغه په وینا، په ځانګړي ډول ځوان نارینه غله چاقو ډېر کاروي او شخړې هم زیاتره په چاقو وهلو پای ته رسېږي چې پکښې خلک شدید ټپي کېږي. هغه وويل: «د روغتونونو د بېړنۍ خونې د مسلکي ټیمونو د هڅو له امله، قربانیان زیاتره وخت ژوندی پاتې کېږي.»
 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.