1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوله، له پاکستانه د خلیلزاد غوښتنه څه ده؟

۱۳۹۹ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته بیا سفر کړی او د سولې پر بهیر یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي. امریکا د افغان سولې بهیر په راتلونکو پړاونو کې له پاکستانه څه تمې لري؟

https://p.dw.com/p/3mkb0
Afghanistan | Der afghanische Rat entscheidet über das Schicksal von 400 Taliban-Gefangenen
انځور: Reuters/M. Ismail

له اسلام اباده رپوټونه وايي چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د ډسمبر ۱۴مه) په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر افغان سوله غږېدلی دی.

په اسلام اباد کې خبریال طاهر خان وايي، زلمي خلیلزاد په تېرو دریو میاشتو کې اسلام اباد ته څلور سفرونه کړي، خو له اسلام اباده د امریکا بنسټیزه غوښتنه څه ده؟

طاهرخان په دې اړه وویل: «داسې ښکاري چې زلمی خلیلزاد بین الافغاني مذاکراتو کې پر ۲۰ ورځني ځنډ خفه دی، د هغه په وروستي ټویټ کې یوه ناهیلي شته، امریکایان له پاکستانه غواړي چې د سولې په بهیر کې دغه ګونګ حالت روښانه کړي.»

دغه پاکستانی خبریال چې د افغان سولې بهیر له نیږدې څاري زیاتوي چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې تر ۲۰ ورځني ځنډ وروسته دا اندېښنه هم شته چې ښايي دا خبرې پر خپلې ټاکلې نیټې پيل نه شي.

د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي دي چې د سولې خبرې به د راتلونکي جنورۍ میاشتې پر ۵مه نیټه له سره پيلیږي.

زلمي خلیلزاد په خپل وروستي ټویټ کې د خبرو پر شل ورځني ځنډ سربیره د جګړې پر دوام هم اندېښنه څرګنده کړې.

له پاکستانه د اوربند تمه

سیاسي شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویلي ته وویل چي د سولې د بین الافغاني خبرو په راتلونکو پړاوونو کې اوربند بنسټیزه غوښتنه ده: «اسلام اباد ته د خلیلزاد د سفر موخه دا وه چې پاکستان پر طالبانو د خپل نفوذ په کارولو سره طالبان څو شیانو ته اماده کړه، لومړی لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اوربند دی چې طالبان یې باید د خبرو د راتلونکي پړاؤ په لومړی مرحله کې ومني.»

کاکړ زیاتوي خلیلزاد ښايي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه د طالبانو پر دریځ هم غږیدلی وي.

طالبان د افغانستان د راتلونکي له پاره د یوه اسلامي نظام پر رامنځته کېدو ټینګار کوي.

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

کاکړ په دې اړه وویل: «طالبان له اسلامي نظام څخه خپل یو مشخص او یو ځانګړی برداشت لري، ستونزمنه به وي چې هغوی له دغه برداشت څخه تنازل ته اماده شي، خو امریکایان یو وار بیا غواړي چې طالبان له خپل دغه برداشت څخه تنازل ته چمتو کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې ټینګار کوي چې د سولې بین الافغاني خبرو نور پړاونه دې په افغانستان کې ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د کابینې غونډې ته وویل چې افغان دولت په افغانستان کې دننه هرځای چې طالبان غواړي خبرو ته چمتو دی.

سیاسي شنونکي نصرت الله حقپال له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چې ددغه وړاندیز ظاهر ښه دی، خو حکومت ترې سیاسي ګټه پورته کوي: «د حکومت په دې خبره کې ډیر اخلاص نه لیدل کیږي، بلکې غواړي چې په دې سره پر حکومت بهرني فشارونه کم کړي، ځکه حکومت ګوري چې که دا خبرې په قطر، ناروې، ازبکستان، جرمني او یا هر بل ځای کې ترسره کیږي، نو پر حکومت به فشار ډیر زیات وي.»

حقپال زیاتوي چې افغان حکومت ان پر خپلو استازو هم باور نه لري، ځکه هغه پلاوی چې دوی ټاکلی دی، حکومت ته ډیر وفادار نه بریښي، بلکې تر ډیره خپلو ګټو او د واک بقا ته ژمن دي.

حقپال باوري نه دی چې د افغان حکومت دغه وړاندیز دې ومنل شي، ځکه طالبان هم ددغسې وړاندیز حساسیت درک کوي.

خو حقپال دا هم وویل چې ښايي د سولې بین الافغاني خبرو راتلونکي پړاوونه له قطره په دوراني ډول نورو هيوادونو ته ولېږدول شي.

اسماعیل شاکر – کابل