تر خونړي توپان وروسته د امریکا د کېنټکي ویجاړۍ
د امریکا په شپږو ایالتونو کې تر خونړيو او ویجاړوونکو توپانونو وروسته لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور لا هم لا درکه دي. د امریکا په شپږو ایالتونو کې دغو توپانونو ګڼ شمیر فابریکې او زرګونه کورونه هم ویجاړ کړي دي.
تر حده ډیره ویجاړي
د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځو کې شدیدو توپانونو او بوړبوکیو د امریکا متحده ایالاتو یو شمیر ایالتونه سخت وځپل چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور لا هم لادرکه دي. تر ټولو ډیر ځپل شوی ایالت د کېنټکي ایالت دی.
د توپان مرکز
په انځور کې دوه میرمنې د کېنټکي ایالت په مې فیلډ ښار کې د یوې داسې میرمنې د کور مخې ته ولاړې دي چې تر توپان وروسته یې هر څه له لاسه ورکړي دي. تر توپان وروسته د ژغورنې ډلې لا هم د لاردکه شوو کسانو د موندلو له پاره هلې ځلې کوي.
داسې لکه د اور لګید...
د کېنټکي ښاروال کیټي سټیوارټ اونان، سي ان ان، ته د ویجاړیو په هکله ویلي چې تر توپان وروسته په ښار کې یوازې لرګي پاتې دي او «داسې بریښي لکه د اور لګید تیلي.» د ۱۰ زرو اوسیدونکو په دغه ښار کې ګڼ شمیر کورونه ویجاړ شوي دي او هر لوري ته رانړیدلې ونې، خښتې او لرګي لیدل کیږي.
د هر څه له لاسه ورکول
په داسې حال کې چې د ژغورنې عملې په کېنټکي او نورو سیمو کې تر ویجاړیو لاندې د لا ډیرو قربانیانو د لټون عملیات کوي، ګڼ شمیر ژوندي پاتې شوي بیا تر شنه آسمان لاندې پاتې دي. په دې سیمه کې د اوبو او بریښنا خدمات هم له منځه تللي دي.
د نه باور وړ ویجاړۍ
د ډاوسن سپرینګ د سیمې یوې تقاعد شوې میرمنې سي ان ان، ته وویل چې توپان یې په یوه خوندي ځای کې تیر کړی او دا چې د دریو یا څلورو ثانیو له پاره ډیر زیات غږونه وو او بیا وروسته بوړبوکي (توپان) تیر شوې وو. هغې همدا راز وویل چې «کله چې بیرون ته را ووتلو او ویجاړیو ته مو کتل، هیڅ باور مو نه راته.»
کوچنۍ خوشالۍ...
د کېنټکي د ډاوسن سپرنګس ښار اوسیدونکی مایک کاسل خپله لور وروسته له هغې په غیږ کې ونیوله کله چې یې تر ویجاړیو لاندې هغه لاکټ (غاړکۍ) ومونده کومه چې یې غوښتل خپلې لور ته د کرسمس په مناسبت ورکړي. د دغه ایالت والي وايي چې ښايی تر پخوانیو اټکلونو اوس د مرګونو شمیر راکم شي.
داسې فابریکه چې توپان له ځانه سره وړې
د مې فیلډ ښار د شمعې جوړونې په دغه فابریکه کې د شپې پرمهال له سلو ډیرو کسانو کار کوو څو د کرسمس د رخصتیو له پاره تولیدات چمتو کړي. د دې شرکت یوه کارکوونکي امریکایي تلویزوني چینل سي ان ان، ته وویل چې داسې وو لکه هر څه او هر څوک په یوه او بل لګیږي او بیا هر څه را نسکور شول.
د امازون شرکت ګودام هم ویجاړ شوی
د امریکا متحده ایالاتو د ایلینوس ایالت په ایډوارډ ویله کې د امارزون شرکت دغه ګودام هم د توپان په مسیر کې وو چې تر توپان وروسته ورته ډیر زیان اوښتی دی. د ګودام د نسکوریدو په پایله کې د یاد شرکت لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي او ۱۰۰ نور یې تر ویجاړیو لاندې بند پاتې وو. دوی هم د کرسمس د رخصتیو له پاره د شپې پرمهال په دغه شرکت کې کار کاوه.
یو بل ته لاس ورکول
د کېنټکي ایالت په باولینګ ګرین ښار کې د دغه دوکان مالک د خپل یوه ګاونډي په مرسته هڅه کوي چې پاتې شوي توکي راټول کړي. ولسمشر بایډن امریکایانو ته ویلي چې د دوی مثال دې تعقیب کړل شي. بایډن تر توپان وروسته ویلي چې موږ به په ګډه له دې ستونزې سره مبارزه کوو.
د اقلیمي بدلون ناوړه پایلې؟
ولسمشر بایډن د شنبې په ورځ وویل چې حقیقت دا دی چې موږ ټول پوهیږو چې کله چې اقلیم ګرمیږي نو هر څه ډیر شدید وي او زیاته یې کړه چې په ښکاره ډول اقلیمي بدلون هم خپل اغیز درلود. له دې سره هم مهاله، ساینسپوهانو په وار وار خبرداری ورکړی چې په یوه ګرم اقلیم کې به د توپانونو شدت او شمیر لا پسې ډیر شي. د دوی په خبره، په ځانګړې توګه په داسې سیمو کې چې تر دې وړاندې هم د شدیدو طبیعي پیښو له کبله پیژندل کیږي.