د طالبانو دوو چارواکو د کرزي او عبدالله سره لیدلي دي
۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبهرویترز د طالبانو د یوه چارواکي له خولې رپوټ ورکړی چي د طالبانو یوه مشر او د حقاني د شبکې رئیس ، انس حقاني د حکومت د جوړیدو پخاطر د هلو ځلو په دوام د حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. خو رویترز په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي.
داخلي رسنیو همدارنګه رپوټ ورکړی دی، چي انس حقاني د حزب اسلامي د مشر، حکمتیار سره هم په کابل کي لیدلي دي.
انس حقاني د حقاني د شبکې په نامه د طالبانو د یوې څانگي مشر دی چي په دا وروستیو کلونو کي په افغانستان کي د تر ټولو خونړیو بریدونو په ترسره کولو تورن دی. هغه د افغانستان له حکومت سره بندي وو او په ۲۰۱۹ م کال کي دامریکایی پوهنتون د دوو امریکایی او آسترالیایی استادانو سره تبادله او قطر ته واستول سو.
حامد کرزي ، عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي گوند مشر گلبدین حکمتیار د اشرف غني تر تښتیدو وروسته او کابل ته د طالب جنگیالیو په راداخلیدو سره اعلان وکړ چي «» د قدرت د سوله اییز انتقال دپاره د همږغۍ شورا» جوړوي.
په همدې حال کي بیا په دوحه کي د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس او مرستیال ، ملا عبدالغني برادر پرون سه شنبه په یوه طیاره کي کندهار ته ولاړی.
که څه هم طالبانو پرته د پنجشیر څخه د کابل په شمول تقریباً د افغانستان ټول ښارونه ترخپل کنټرول لاندي راوستلي، خو تر اوسه یی د حکومت اعلان نه دی کړی او ویلي یی دي چي په دې برخه کي د سیاسي شخصیتونو سره مشورې دوام لري.
خو تیره ورځ د اشرف غني لومړي مرستیال، امرالله صالح د تویتر له لاري په یوه پیغام کي اعلان وکړ چي د جمهوررییس په نه موجودیت کي د اساسي قانون مطابق هغه د جمهوري ریاست سرپرست دی. نوموړی ظاهراً د پنجشیر په ولایت کی دی او ویلي یې دي چي د طالبانو په مقابل کي مقاومت کوي.
(GP/MQ (Reuters