په کندهار کي موټربم د ملکي وکړو په ګډون ۲۳کسان ټپيان کړل
۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبهد کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي دویچه ویله ته وویل چي نن د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکي د دامان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ باندي د موټربم برید چاودنه وسوه.
د ده په قول، په دې موټربم برید کي د ملي امنیت ۲ کارکوونکي، ۹ پولیس، ۷ تنه د ولسوالۍ مامورین او ۱۵ عام وګړي ټپیان سوي دي.
د ده په قول، یاد کسان سطحي ټپیان دي او څوک نه دي پکښي وژل سوي.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي یو ډاکټر بیا د نوم نه ښولو په شرط وايي چي تراوسه يې دوی ته ۷ ټپیان ور وړي دي، چي وضعیت يې د ډاډ وړ دی.
دا په داسي حال کي ده چي تیره شپه په ژړۍ ولسوالۍ کي هم د پولیسو د قومندان شمس الله میلمستون په بمونو الوزول سوی چي د مسئولینو په خبره کوم تلفات نه لري.
په دې وروستیو کي د کندهار ښار او ځينو ولسوالیو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او عام خلک له دولته د امنیت غوښتنه کوي.
تراوسه د دواړو پيښو د مسئولیت په اړه چا څه نه دي ویلي.
محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار