د کابل څخه دوهم ملکي پرواز هم تر سره سو
۱۴۰۰ شهریور ۲۰, شنبهویل کیږي، چي د قطر اېرلاین د دغه دوهم پرواز په ۱۵۸کي مسافرینو کي جرمنیان هم شامل وه. د فرانسې خارجه وزارت ویلي دي، چي په هغه کي ۴۹ فرانسویان هم وه. سپیني ماڼۍ ویلي دي، چۍ ۱۹ امریکايي اتباع هم په دغه پرواز کي سپاره وه.
د امریکا متحده ایالاتو په عین حال کي د قطر څخه مننه کړې ده، چي د دې امکان یې مساعد کړی دی، چي د کابل د هوايي میدان څخه پروازونه صورت نیسي او امنیت یې تأمین کړی دی.
پردې سربیره دوه امریکایان او ۱۱ تنه د امریکا اقامت درلودونکي د مځکي د لاري د افغانستان څخه وتلي دي.
په شري د اخته کیدو په سبب د امریکا پروازونه متوقف سوي دي
په همدې حال کي د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی، د شري (سورخکان) د شیوع په دلیل یې د اوس دپاره د افغانستان څخه نور پروازونه متوقف کړي دي. د سپیني ماڼي د ویاند، پساکي په خبره دا ځکه چي څلور افغانان په شري اخته سوي دي. دغه کسان اوس قرانطین سوي دي.
د بلي خوا د پاکستان دولتي هوايي شرکت، PIA غواړي د راتلونکي دوشنبه څخه کابل ته خپل پروازونه شروع کړي. د دغه شرکت یوه ویاند نن شنبه ( د سپټمبر ۱۱ مه ) د فرانسې خبري آژانس ته وویل، چي «موږ د پروازو دپاره تخنیکي اجازه پلاس راوړې ده.« لمړی پرواز به د سپټمبر پر ۱۳ مه د اسلام اباد څخه کابل ته صورت ونیسي.