د امريکا د ديموکراسۍ له پاره «ښه ورځ»
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبهد امريکا متحده آيالاتو تر منځنيو ټاکنو وروسته ولسمشر جو بايدن ټينګار کوي چې دا »د امريکا له پاره ښه ورځ« او »د ديموکراسۍ له پاره ښه ورځ« وه. په واشګټن کې د بايدن په خبره ديموکراسي ننګول شوې وه، خو د امريکا ولس اوس خپله پرېکړه کړې ده. سره له دې چې ټولې پايلې لا معلومې نه دي.د امريکا منځمهاله ټاکنې: هغه څه چې په اړه یې باید وپوهيږئ
د سه شنبې په ورځ د کانګرس په ټاکنو کې د بايدن ديموکرات ګوند د ډېرو د انتظار خلاف ډېره ښه لاسته راړونه لرلې ده. خو جمهوري غوښتونکو يو څه پرمختګ کړی او ښايي پر استازو مجلس کنترول تر لاسه کړي. خو ديموکراتان د دې ښه چانس لري چې په سنا کې بيا برلاسي پاته شي. کېدای شي هلته يوه چوکۍ آن تعيينونکې وي.
بايدن سياسي مخالفينو ته لاس غځولی
بايدن وويل چې »زه حاضر يم چې له جمهوري پالو سره خبرې وکړم« او دا چې »د امريکا راتلونکی تر دې ښه برېښي چې سړی په بې پايه سياسي شخړو کې کښېوځي.« خو د بايدن په وينا به دی په خپلې ويټو سره د دې مخه ونيسي چې جمهوري پال د جنين د سقط ممنوعيت او د روغتيايي سکتور تضعيف مخ ته يوسي. ده هيله هم څرګنده کړه چې تر ټاکنو وروسته به په ګډه د اوکراين ملاتړ دوام ومومي.
په راتلونکي کال کې ښايي بايدن د دې پرېکړه وکړي چې آيا د ۲۰۲۴م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې به ګډون وکړي او که نه. نوموړي ۸۴ کلن سياستوال وويل چې »دا زما هدف دی.« خو »په پای کې مې فاميل پرېکړه کوي.«
ترمپ د هيلو اظهار وکړ
پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستيو کې څو ځلې اشاره کړې وه چې غواړي سپينۍ ماڼۍ ته ورستون شي. د راتلونکې سه شنبې له پاره دغه ۷۶ کلن د »يوه ستر اعلان« کولو خبره کړې ده.
د منځنيو ټاکنو پايلې ترمپ »تر يو حده مايوس کوونکې« وبللې، خو بيا يې هم دغه ټاکنې يوه شخصي بريا وبلله. ده د سوشل تروُت په نوم شبکه کې چې ده يې هم بنسټ ايښی دی، ليکلي دي چې ډېر هغه کانديدانې او کانديدان چې ده ورڅخه ملاتړ کاوه، په منځنيو ټاکنو کې بريا درلودلې ده.ترمپ: په «ډېر قوي احتمال» به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړم
خو د ترمپ له ملاتړه برخمن نوماندان په تېره په هغو ځايونو کې بريالي ول، چې د جمهوري پال ګوند ملاتړ په کې هسې هم ډېر وي. د ده نورو نوماندانو يا ټاکنې بايللې دي يا شا ته پاته ول.
خو اصلي بريا جمهوري غوښتونکي کانديد، رون دې سانتيس لرلې ده چې په څرګند ډول يو ځل بيا د فلوريدا والي وټاکل شوی. نوموړی په ۲۰۲۴م کال کې د ولسمشريزو ټاکنو په کانديداتورۍ کې د ترمپ اصلي سيال هم بلل کيږي.
wa-mak/ن.ص./ن.ز.