د بايدن د جمهوري رياست د تحليف مراسم به مختصر وي
۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبهد امريکا متحده ايالاتو منتخب ولسمشر، جو بايدن، ويلي دي چې د کرونا بحران له امله خپل د تحليف مراسم به د امکان تر حده مختصر او د خلکو له پراخ ګډونه پرته ترسره کړي. بايدن ويلي دي چې په امريکا کې د کرونا وبا تسلط ته په کتو، بايد له ميليوني غوڼدې ډډه وشي.
په معمول ډول د امريکا د تحليف مراسم په واشنګتن کې د کپیټل ساختمان په برنډه کې ترسره کيږي، خو دا ځل به د مخکې خلاف، د دغه ساختمان مخې او د واټونو په سر خلک نه وي.
د امريکا اوسنی ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۷م کال کې سپينې ماڼۍ ته خپل د داخليدو مراسم ډير پراخ او مجلل نيولي ول. پر دغو مراسمو تر ۱۰۷ ميليونه ډالر لګيدلي ول چې د رسنیو نيوکې يې له ځانه سره درلودې.
دونالد ترمپ تر اوسه پورې په رسمي توګه د نومبر په ۳مې انتخاباتو کې خپله ماتې نه ده منلې. هغه تر اوسه دا هم نه دي ويلي چې د بايدن د تحلیف په مراسمو کې ګډون کوي که نه، خو ويلي یې وو چې غواړي د بايدن د تحليف په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جنوري په ۲۰مه) به د امريکا د ۲۰۲۴م کال انتخاباتو له پاره خپله نوماندي اعلان کړي.
جو بايدن په ۲۰۰۹م کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د تحليف په مراسمو کې د هغه د مرستيال په توګه حضور درلود.
دويچه وله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.