د جاپان حکومت غواړي په راډیو اکتیف ککړي اوبه دریاب ته واچوي
۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبهد جاپان د حکومت دغه احتمالي تصمیم، چي د فوکوشیما د اټومي دستګاوو په راډیو اکتیف ککړي اوبه به دریابو ته ورایله کړي او په مخزنو کي نور ګنجایش نسته، د ماهیګیرانو او بزګرانو د سختو اعتراضونو او انتقادونو سره مخامخ سوی دی.
د (ټاکس شو) په نامه المانۍ ټلویزوني خپروني د ټوکیو څخه د جاپان د دې تصمیم څخه خبر ورکړی دی، چي ډیر ژر به په ميلیونو ټنه په راډیو اکتیف ککړي اوبه دریاب ته ورایله کړي. د دغه خبر پراساس موضوع د هغو مخزنو ده، چي په ۲۰۱۱ م کال کي د فوکوشیما تر اټومي فاجعې وروسته د اوبو د ذخیره کولو په منظور جوړ سوي او اوس ډک سوي دي. ویل کیږي، چي د جاپان حکومت په نظر کي لري، د ۲۰۲۲ م کال څخه د دغو مخزنو اوبه دریاب ته ورایله کړي. دا تر یو ميلیون اضافه په راډیو اکتیف شعاوو ککړي اوبه دي.
د ۲۰۱۱ م کال یوه سخته زلزله په جاپان کي د څونامي سبب سوه او د فوکوشیما د برق اټومي دستګاوو ته یې هم سخته ضربه ورکړه. دا په ۱۹۸۶ م کال کي د پخواني شوروي اتحاد د چرنوبيل تر اټومي فاجعې وروسته تر ټوله لویه اټومي فاجعه وه.
زلزلې او وروسته څونامي د اټومي دستګاوو د یخي کیدلو برخه د کاره واچوله او همدا په شپږو ریاکټورونو کي د اټومي موادو د ویلي کیدو سبب سول.
د ټوکیو د بریښنا شرکت (تپکو) چي د دغو دستګاوو مسؤلیت یې پرغاړه ؤ، د هغه وخته راهیسی د اوبو د لویو مخزنو په جوړیدو شروع وکړه او ډېرې ککړي اوبه یې هم هلته ذخیره کړې. خو اوس دغه ذخایر مخ پر ډکیدو دي او د جاپان حکومت باید یو تصمیم ونیسي. تپکو شرکت اعلان کړی دی، چي د ۲۰۲۲ م کال وروسته دغه مخزنونه ډکیږي او د نورو ککړو اوبو د ذخیره کیدلو ظرفیت نه لري.