اسرائیل: »د حماس تر بريد وروسته د مړو شمېر له ۱۲۰۰ واوښت«
۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبهد اسرائيل د پوځ وياند، جوناتن کونريکس د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۱مه) وويل چې په اسرائيل کې د شوو بريدونو په نتيجه کې »د مړو شمېر په ټکان ورکوونکي ډول ۱۲۰۰ وژل شويو اسرائيليانو ته رسيږي.«د اسرائيل او حماس ترمنځ جنګ؛ تر۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي
د کونريکس په خبره »بشپړ اکثريت« يې ملکي وګړي دي. په يوه پخواني بيلانس يا جاج کې له زرو وژل شوو کسانو څخه خبرې کېدلې. د اسرائيل د دفاعي او جګړه يزو ځواکونو د تازه معلوماتو له مخې د اسرائيل لوري ته له ۲۸۰۰ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي.امريکا: شواهد ښيي چې ايران پر اسرائيل بريدونو کې لاس نه لري
د دغو څرګندونو له مخې د حماس ډلې ۲۲۹۴ هدفونه ويشتل شوي دي. د غزې په تراډه کې چارواکي فلسطيني لوري ته د مړو شمېر لږ تر لږه ۹۰۰ تنه بولي. د حماس افراطي اسلامپالې فلسطينۍ ډلې د شنبې په ورځ پر اسرائيل باندې پراخ بريدونه پيل کړل.
اسرائيل د غزې پر تراډې باندې د هوايي بريدونو په مټ ځواب ورکړ او د په لسګونو زرو سرتېرو د بسيج اعلان يې وکړ. د حماس ډلې تقريبا ۱۵۰ ملکي کسان او عسکر له اسرائيل څخه يرغمل کړي او د غزې تراډې ته يې له ځان سره بيولي دي.