کاناډا اسلام سره د کرکې پرضد د مبارزې له پاره چارواکې ګمارلې
۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبهد کاناډا په پلازمینې اوتاوا کې د لومړي وزیر جستڼ تروډو دفتر یوې ویناپاڼې د هغه له قوله لیکلي: «واقعي نوښت د کاناډا یو ترټولو ستر ځواک دی، خو د ډيری مسلمانانو لپاره "اسلاموفوبیا" یا اسلام څخه کرکه ډېره پيژندل شوې ده.»
کاناډا د مهاجرینو د منلو له پاره ستر پروګرام اعلان کړ
هغه زیاته کړې: «مونږ اړ یو چې هغه بدله کړو، زمونږ په هېواد کې هیڅوک باید د هغه د باور یا عقیدې له امله کرکه تجربه نه کړي.» ژورنالیسته او د بشري حقونو فعاله امیرا الغوابي به د دې څوکۍ مسؤلیت پرغاړه واخلي. هغې وویل، چې د ټروډو لخوا پر خپلې ګومارنې ویاړي. هغې لیکلي دي: «دا له اسلام سره د کرکې په برخه کې هغه که په هره بڼه وي، زموږ د مبارزې یو مهم ګام دی.»
کاناډا د افغان ښځینه قاضيانو په ګډون ۲۳۰ افغانانو ته پناه ورکوي
الغوابي وویل: «دا پوسټ د اسلاموفوبیا د یوه دردونکي او ان وژونکي واقعیت پرضد د یوه ادرس په توګه رامنځته شوی دی.» د کاناډا د ټول نفوس کابو ۵ سلنه یې مسلمانان دي.