داعش د بدخشان د والي مرستيال د وژلو پړه منلې ده
۱۴۰۲ خرداد ۱۷, چهارشنبه»اسلامي دولت« یا داعش ډلې د تليگرام له لارې د طالبانو د بدخشان د والي مرستيال د وژلو پړه منلې ده. د دغه ډلې د تليگرام په پاڼه کې راغلي دي: «د اسلامي دولت مبارزينو په فيض آباد کې د والي د موټر په څنگ کې په ولاړ کې موټر ځای پر ځای شوی بم چولی دی.»
نثار احمد احمدي چې د بدخشان ولايت سرپرست او د والي مرستيال وو، د سه شنبې په ورځ د فيض آباد ښار اړونده د محکمې په څلور لاري سيمه کې د يوه موټر بم بريد په پايله کې ووژل شو.
اړونده موضوع: آیا په هرات کې وسله واله نښته د طالبانو او داعش ترمنځ وه؟
د ۲۰۲۳م کال په مارچ مياشت کې د طالبانو د بلخ د والي داود مزمل تر وژل کیدو وروسته دا د افغانستان په شمال کې د طالبانو دويم چارواکی دی چې د داعش له لوري وژل کيږي.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کې په دويم ځل واک ته تر رسېدو راهېسې په څو ځلي د داعش د له منځه وړلو ادعاوې کړي دي. خو دا ډله د ځانمرگو بريدونو په ترسره کولو سره په افغانستان کې خپل شتون ثابتوي.
ب.ص/ ن. ز (Reuters)