آیا په اسلامي نړۍ کي مذهبي توب پر زوال دی؟
۱۳۹۹ بهمن ۳۰, پنجشنبهد دويچه ويله د انگليسي برخي همکاري جنيفر هولايس په خپله يوه مقاله کي په څو اسلامي هيوادونو کي څو نظر پوښتني ارزولي دي چي پر اساس يې کيدای سي وويل سي چي په دغو هيوادونو کي مذهبي توب د زوال په حال کي دی. د دغو نظر پوښتنو يوه يې چي د پرينستون او ميشيگان پوهنتونونو له خوا په لبنان کي سوې ده ۲۵زره کسان پکښې پوښتل سوي دي.
عربي نړۍ د مذهبي ارادو په برخه کي ځانگړې سېمه ده: د رسمي ارقامو پراساس د مراکش او یمن ترمنځ سیمي اکثره اوسیدونکي مسلمانان دي. حتی په لبنان کي چي د مذهبونو څو فرقې پکښي موجودي دي، د وگړو۶۰ سلنه يې مسلمانان دي. او په اردن، سعودي عربستان او د سیمي په نورو هیوادونو کي بیا د هغه کچه څه ناڅه ۱۰۰ فیصده ته رسیږي.
په سيمه کي ډېر مذهبي تاسيسات د دغه واقعيت ملاتړ کوي. زیاتره وخت مذهبي تاسیسات، نه یوازي د مسلمانانو بلکي د عیسوي او نورو په رسميت پيژندل سوو اقلیتونو بنسټونه د حکومتونو په خدمت کي وي او په دې ډول لږ تر لږه په غیر مستقیم ډول د هغوی د حاکميت د ادعا ملاتړ کوي. د سیمي اکثره استبدادي حکومتونه د خلکو مذهبي ژوند، رسنۍ او یا هم تعلیمي پلانونه کنټرولوي.
خو بیا هم نوي نظر پوښتني یوه حیرانوونکې نتیجه ښيي، يعنی مخ پر زیاتیدونکی سیکولاریزم ښيي. علاوه پر دې په مذهبي او سیاسي تاسیساتو کي د اصلاحاتو د راوستلو په هکله غوښتني هم مخ پرډیریدو دي.
په لبنان کي د حجاب لیري کول
په لبنان کي له شاوخوا ۲۵ زرو اوسیدونکو څخه د هغوی د مذهبي عقیدې په هکله پوښتني سوي دي. په تیرو لسو کلونو کي د شخصي عقیدې لرلو کچه ۴۳ فیصده راکمه سوې. دا په دې معنی چي نن ورځ د وگړو څه ناڅه څلرمه برخه مذهبي شمیرل کیږي.
پر سړکونو باندي له لارویانو څخه په دې هکله پوښتني دغه موضوع تايیدوي. یوې ۲۷ کلني لبنانۍ میرمني دویچه ویله ته وویل: «زه له یوې سختي مذهبي کورنۍ څخه يم، کله چي ۱۲ کلنه وم مور او پلار مي مجبوره کړم چي پوړنی پرسر کړم.» هغه له بیري خپل نوم نه وايي او زیاتوي: «زما کورنۍ هغه وخت راته ګواښ کاوه چي که زه پوړنی ایسته کړم نو په دوزخ کي به وسوځم.»
څو کاله وروسته هغه په پوهنتون کي له يوې ډلي ملحدينو سره یو ځای سوه او پوړنی یې ایسته کړ. هغه وايي: «په زړه کي ډیره خپه وم چي ولي د خپلي کورنۍ په مقابل کي ودریدم.»
په ایران کي سخت سیکولاریزم
په ايران کي له ۴۰۰۰۰ پوښتل سوو کسانو څخه چي تر ۱۹کلنۍ لوړ او باسوداه دي، ۴۷ سلنه یې ځانونه غیر مذهبي بللي دي. د اوتریخت په پوهنتون کي مذهبي کارپوهه او ددغي نظر پوښتني غړې، رویان تمیمي د دې کار علت په ایران کي د سیکولاریزم پرمختګ بولي.
هغې له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل: «د ایران په ټولنه کي ډیر بدلون راغلی. د سواد زده کړه ډیره سوې، اقتصادي پرمختګ فامیلي او ډیجیتالي زیربنایي سکتور تراغیزې لاندي راوستی او زیربنایي تأسیسات له اروپا سره مقایسه کیدای سي. سربیره پر دې د کوچنیانو زیږول هم کم سوي.»
سعودي عربستان: پر حکومت باندي انتقاد جرم بلل کیږي
په سعودي عربستان کي بیا حکومت د دغو تغیراتو سره بیلابیل چلند کوي. په داسي حال کي چي په متحده عربي اماراتو کي د شرابو د څښلو او نه نکاح سوو جوړو د یوځای کیدو ممنوعیت له منځه تللی، په سعودي عربستان کي بیا مذهب ته نه عقیده لرلو ته د ترهګرۍ په سترګه کتل کیږي.