د کار په ځای کې دریدل د اوږدې ناستې عوارض نه جبرانوي
۱۴۰۳ مهر ۲۸, شنبهالمانان په کاري ورځو کې په دفترونو کې په اوسط ډول تر ۹ ساعتونو ډیر کښېني. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم خبرداری ورکړی دی چې اوږدمهاله ناسته کولی شي د زړه، سرطان، شکرې ۲ ډول پر ناروغیو د اخته کیدو خطر زیات کړي.
له هغو میزونو څخه استفاده چې لوړول او ټیټول یي تنظیمیدلی شي او انسان کولی شي چې په ولاړه هم پرې کار وکړي، یوه له حل لارو څخه ده چې د دغو عوارضو د مخنیوي په خاطر یې سپارښتنه کیږي. خو آیا دغه حل لاره واقعاً هم ګټوره ده؟ ځواب یې شاید نه وي.
د سیدني پوهنتون د څیړونکو له خوا په لاره اچول شوې یوه څیړنه ښيې چې یوازې دریدل د کښیناستلو په مقایسه په اوږدمهال کې د روغتیا د بهتریدولو سبب نه ګرځي. د دې څیړنې په ترڅ کې په بریتانیا کې د تر ۸۳ زرو ډیرو پاخه عمر لروونکو کسانو د ۷ تر ۸ کلونو په موده کې د ناستې عادتونه ارزول شوي دي.
د دې څیړنې پایلو ښودلې ده چې برعکس د ډیر وخت له پاره دریدل ممکن د ویني د جریان د اختلال خطر د بیلګې په توګه «واریس او وریدي ترومبوز» زیات کړي.
خو که دریدل نه شي کولی د اوږدمهاله ناستې عوارض جبران کړي، نو څه باید وشي؟
څیړونکي سپارښتنه کوي، هغه کسان چې ډیر وخت کښیني یا دریږي، د ورځې په اوږدو کې باید منظم حرکتونه وکړي. منظم بدني فعالیتونه یا تنظیم شوي تمرینونه کولی شي د زړه او رګونو د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
دا هم مه هیروئ چې د اوږدمهاله ناستې عوارضو د مخنیوي له پاره، د منظم بدني فعالیت سربیره باید د سیګرټو څکولو او تر اندازې زیات د الکول او غوښو له استعمال څخه ډډه وکړئ او په کافي اندازه له میوو او سبزیجاتو څخه استفاده وکړئ.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح