په ايران کي سورصلیب او افغان مهاجر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبهد ايران د سره صليب ټولنې رئيس کریم همتي له دغې ټولنې څخه د افغان مهاجرو د واکسیناسيون له پاره د کرونا دوه ميليونه دوزه واکسین غوښتلو خبر ورکړی دی. هغه زیاته کړې: «تيره ورځ پريکړه وشوه چې د هيواد د داخله چارو وزارت د نورو هيوادونو اتباعو ته له هغې څخه د افغانستان له پاره يو ځانګړی کود اعلان کړي.»
سره صليب د ايلينا خبري رسنۍ سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دغه بنسټ د نړيوالو سازمانونو له لارې د اتباعو له پاره واکسين واردوي وويل: «يوه ستونزه دا ده چې د افغان کډوالو شمير زموږ په هيواد کي کابو دوه تر درې ميليونه پورې دی، دغه کسان ځينې يې د پيژندپاڼې ستونزه لري او يا د پيژندنې کود نه لري.»
همتي زياته کړه: «د داخله چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې د دغو کسانو له پاره د پيژندني کود وټاکي تر څو وکولی شو د دوي واکسيناسیون هم تر سره کړو.»
له کرونا سره د مبارزې ملي مرکزي دفتر وياند اعلان کړی چې په ايران کې د بهرنيو اوسیدونکو اتباعو واکسیناسیون په دې پورې تړلی چې ايران ته دغه هيوادونو د کواکس ورکولو سهميه څومره ده.
دا خبر چې د تهران ښاروالي د تنظيفاتو مديريت افغان کارکوونکو د کرونا له واکسیناسیون څخه ډډه کړې، په ټولینزو او ځينو نورو رسنيو کې له اعتراضونو سره مخ شوي.