ایران د بريتانيا سفير خبريالانو د ملاتړ په خاطر احضار کړ
۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبهد ایرنا خبري اژانس د اګست په اتلسمه نیټه په ایران کښې د انګلستان د سفیر سایمن شیرکلیف د احضارولو خبر ورکړ. ياد خبري آژانس ليکلي چې په دې احضارونه کې د دپلوماتیکو مقرراتو څخه بهر د پوستونو په اړه د هیواد سخت اعتراضونه د هغه سره شريک کړل شول.
د دې احضارولو لامل پر ايکس شبکه چې په ټويټر هم پېژندل کيږي د سفير سایمن شیرکلیف هغه پيغام بلل کيږي چې نوموړي د اګست په ۱۷ په ایران کې د خبریالانو د ورځې په مناسبت خپور کړی و.
هغه لیکلي وو چې هغه خبریالانو ته درناوی وړاندې کوي چې » د دوی کار کولو ته اجازه نه ورکول کیږي او خوندیتوب يې په خطر کې دی«. هغه له اسلامي جمهوریته غوښتي وو چې د خبریالانو په ګډون هغه کسان چې په خپلسري توگه نیول سوي، ازاد کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لوېدیځې اروپا لپاره مشر، مجید نیلی احمدابادی، د دغه ټویټ په غبرګون کې، دا «د بې غورۍ، غیر مسؤلانه« او »په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ښکاره بیلګه« وبلله. هغه وویل: »دا د ایران اسلامي جمهوریت دی او اجازه به ورنکړو چې د ایران د اسلامي جمهوریت حاکمیت په خپلسرو اقداماتو سره له پامه وغورځول سی«.
د ايراند کورنيو رسنيو د معلوماتو له مخې، له تير کال راهيسې په دغه هيواد کې تر سلو زيات خبريالان نيول سوي او بنديان سوي او يو شمير يې احضار سوي او ګواښل سوي دي.
د بې سرحده خبريالانو سازمان د روان کال د مې په مياشت کې د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت ليکلي وو چې اسلامي جمهوريت له شمالي کوريا، چين او ويتنام وروسته د نړۍ د ١٨٠ هېوادونو په کتار کې په ١٧٧ نمبر کې دى او د رسنيو د ازادۍد جدول په سر کې درېم ځاى لري.
ص.ز/ ا.ا