1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني غذا په توگه د يو ډول چینجي استفاده تایید سوه

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

د اروپايي ټولني د غذا د ډاډمنتوب ادارې له چینجیو څخه د غذايي موادو په ډول د استفادې اجازه ورکړه. دغي ادارې له لارو یا حشره يي چینجي هم وچ او هم پوډر سوی شکل د انسانانو له پاره بې خطر وباله.

https://p.dw.com/p/3nxcq
Symbolbild Mehlwürmer als Lebensmittel
انځور: Christin Klose/dpa/picture alliance

د ایټالیا په یارمای ښار کي د اروپايي ټولني دغي ادارې د ژیړو خوراکي چینجانو د طبقه بندۍ غوښتنه ازمويي. یاد شفیره چینجی د پروټین، غوړیو او فیبر درلودونکي دي.

د اروپايي ټولني نوموړي ادارې ویلي دي چي «د غذايي فیزیولوژي له امله د دغو چینجیو مصرف مضر نه دی« سربیره پر دې ددغو حشرو په هکله پلټني کومي حفاظتي اندیښنې نه دي ښودلې.

دغي ادارې څرګنده کړې ده چي په زهري موادو د هغو ککړیدل یوازي هغه وخت رامنځته کیږي چي د هغوی خوراک په زهرو ککړ وي.

د دغي ادارې مشر کارپوه، ارمولائوس ورویس وايي: «د یوې نوي غذايي مادې په توګه د یوې حشرې ارزونه، کیدای سي په ټوله اروپايي ټولنه کي د لومړنۍ اجازه نامې له پاره زمینه برابره کړي.» پس له هغه اروپايي ټولنه او د هغې غړي هیوادونه کولای سي ددغي ارزوني پر اساس پریکړه وکړي چي ژیړ خوراکي چینجان به د یوې ډیر پروتین لرونکي غذايي مادې په توګه ومني او که نه.

اروپايي ټولني په ۲۰۱۵م کال کي د نوښتګرو غذاوو د آسانه تایید او ارزوني له پاره ددغي ټولني په سطحه یوه مقرره تصویب کړه. په ۲۰۱۸ کال کی ددغي مقررې له عملي کیدو راهیسي د اروپايي ټولني د غذا د خوندیتوب ادارې، د نوو غذايي موادو د اجازه ورکولو په بهیر کي د پاملرني وړ نقش لوبولی دی.

د دغي ادارې په حواله د حشراتو نور ۱۴ غذايي محصولات په اوس وخت کي تر ارزوني لاندي دي. حشرات پر چاپیریال باندي د لږي اغیزې او لوړ غذايي ارزښت له امله د دوامداره پروټین درلودونکي دي.

د نړې په ډیرو سیمو کي خزدکي، ملخان او خوراکي چینجان د ورځني خوراک یوه برخه ده. په اروپا کي د حشراتو درلودونکي خوراکونه په بشپړ ډول منع نه دي. خو تر اوسه ېې ښه بازار نه درلود.