1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا کې سختي زلزلې سخت زيان رسولی دی

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

دغه ټکان د شپې له خوا د اندونيزيا په سولاويسي‌ ټاپو کې خلک له خوبه راويښ کړل. لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه او په سلګونو نور ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/3nxxd
Indonesien I Erdbeben in  Mamuju, West Sulawesi
انځور: Rudy Akdyaksyah/AP/picture alliance /

تر ټولو زيات تلفات د سولاويسي‌ ټاپو په لويدیځ په ماموجو ښار کې اوښتي دي. د يوه روغتون، هوټل او د ولايتي ادارې د مقر تر څنګ د استوګنې ډېر کورونه هم نړېدلي دي.

د ۶،۲ په مقدار دغې زلزلې په ځايي وخت يوې بجې ۲۸ دقيقو دغه ټاپو ته ټکان ورکړی دی. د متحده آيالاتو د زلزلو د څارنې د ادارې USGS په حواله د زلزلې مرکز تر ماماجو يوازې لس کيلومتره لاندې پروت وو.‌

دغه ښار تقريبا ۱۱۰ زره اوسېدونکي لري. چارواکي له لږ تر لږه ۳۴ مړو څخه خبرې کوي چې د ۲۰۰ سختو ټپيانو په شمول ټول ټال څه باندې ۶۰۰ تنه ژوبل دي. تر کنډوالو او خرابيو لاندې د نورو قربانيانو اټکل هم کيږي. د ويجاړ شوي روغتون ځينې کارکوونکي او ناروغان هم بې درکه شوي دي.

د اندونيزيا د ملکي ساتنې ادارې په حواله له دغې سيمې څخه د ځمکې د ښويدنې د يو څو پېښو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. هواپېژندونکو د سولاويسي اوسېدونکو ته له نورو لړزو او زلزلو څخه خبرداری ورکړی دی. په تېره د بحر غاړې په اوږدو کې بايد خلک احتياط وکړي ځکه چې د سونامي د راټوکېدو امکان هم نه شي ردېدای. د پنجشنبې په ورځ هم په دغه سيمه کې يوه سخته زلزله ثبت شوې وه.

په اندونيزيا کې وار په وار سختې زلزلې رامنځ ته کيږي.‌ د سويل ختيځې آسيا دغه ټاپو وزمه هيواد د پاسيفيک د اور حلقې په نوم سيمه کې پروت دی چې د ځمکې بېلابېلې پترۍ او قشرونه پکې سره يو ځای کيږي. له دې کبله ډېرې زلزلې رامنځ ته کيږي.

se/jj/ن ص/ن ز