له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د هند اندېښنه
۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبهجنرال بپن راوت، یوه امنیتي کنفرانس ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې اندېښنه دا ده چې «اخلالوونکي» ښایي له هغې تشې څخه استفاده وکړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیږي. خو نوموړي د هغو هیوادونو له نوم اخیستلو څخه ډډه وکړه چې ښایي د اخلالوونکي په توګه عمل وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن تیره ورځ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د راایستلو اعلان وکړ. دغه لړۍ به د می پر لومړۍ نېټه پیل شي او د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ نېټې پوري به دوام وکړ.
راوت ویلي دي: «زموږ اندېښنه دا ده چې د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په صورت کې چې کومه تشه رامنځ ته کیږي، د اخلالوونکو له پاره باید فضا رامنځ ته نه کړي.»
د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند ستره اندېښنه دا ده چې په افغانستان کې بې ثباتي ښایي اکثره مسلمان میشتې سيمي کشمیر ته وغځیږي، چیري چې هند له درو لسیزو راهیسې د وسله والو پر ضد جنګیږي.
هند له دې هم اندېښنه لري چې له طالبانو سره د اوږدې مودې اړیکو لرلو له کبله پاکستان ښایي په افغانستان کې زیات نفوذ ترلاسه کړي.
هند په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو له واکه تر لیرې کیدو وروسته په افغانستان کې د سړکونو، بریښنا بندونو او آن د پارلمان د ودانۍ پر جوړلو شا او خوا درې میلیارده ډالر لګولي دي.
د راوت په خبره هند به د سولې تر راتلو پورې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.