په فلسطین کې د هند سفیر په خپل دفتر کې مړ موندل شوی
۱۴۰۰ اسفند ۱۶, دوشنبهد رپوټونو په حواله، په فلسطین کې د هندوستان ځوان سفیر مو کل آریه د همدې تیرې یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې په ۶مه) د دې هیواد په رام الله ښار کې په خپل دفتر مړ موندل شوی دی. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، اس جي شنکر د دغه ۳۶ کلن ډيپلومات په ناڅاپي مرګ ژور خفګان څرګند کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر شنکر په یوه ټویټري پیغام کې ویلي دي: «هغه ډیر غوره او د وړتیاوو ډک افسر وو او ډیر څه یې باید کړي وای. د هغوی د کورنۍ غړو او ملګرو ته د زړه له تله تسلیت وایم.» ګڼ شمیر نور هندي ډيپلوماتانو چې له دغه ځوان ډيپلومات سره یې کار کړی وو، د هغه په مرګ ژور خفګان څرګند کړی دی.
تر اوسه پورې د آریه د مرګ د علت په هکله څه نه دي ویل شوي خو فلسطیني چارواکو بیا په دې هکله د پلټنو خبر ورکړی دی. د فلسطین چارواکو د هغه په مرګ د خواخوږۍ پر څرګندولو سربیره د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د آریه د مرګ خبر دوی هم خفه کړي دي.
په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس او لومړي وزیر محمد شتایه امنیتي مسوولینو او پولیسو ته دنده سپارلې چې د موکل آریه استوګنځي وڅاري او د لا ډیرو پلټنو سپارښتنه یې کړې ده. فلسطیني چارواکو ویلي چې هندوستان ته د آریه د جسد د لیږد په تړاو له هندي چارواکو سره په تماس کې دي.
مو کل آریه د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې زیږیدلی وو او په همدې ښار کې یې زده کړې کړې وې. هغه ۲۳ کلن وو چې د هندوستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یې دنده پیل کړه. هغه د دهلي په پوهنتون او همدا راز جواهر لال نهرو پوهنتون کې لوړې زده کړې وې. مو کل آریه تر دې وړاندې په مسکو او افغانستان کې هم دنده ترسره کړې وه.