1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

په کشمیر کې دوه هندي سرتیري وژل شوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۴, شنبه

په کشمیر کې د نریندر مودي تر ټاکنیزو غونډو مخکې، د هندي پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په جګړه کې وژل شوي دي. جمو کشمیر د سیمه ایزې شورا د انتخاباتو له پاره تیاری نیسي.

https://p.dw.com/p/4kd0t
کشمیر کې د امنیتي ځواکونو ذرې موټرې د کزمې په حال کې دي
نښته په سویلي کیشتوار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د هند پوځ او سیمه ایزو پولیسو د وسله والو د ځپلو له پاره عملیات پیل کړلانځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture alliance

د جمعې (د سپټمبر میاشتې ۱۳ نیټه) په ورځ دوه هندي پوځیان له شکمنو وسله والو سره په نښتنه کې ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول. دغه پيښه دقیق یوه ورځ مخکې له دې چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي دغې شخړیزې سیمې ته سفر کوي، رامنځته شوې ده.

د هندي پوځ په وینا نښته په سویلي کیشتوار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د هند پوځ او سیمه ایزو پولیسو د وسله والو د ځپلو له پاره عملیات پیل کړل.

ټاکل شوې ده چې نریندرا مودي به نن شنبه (د سپټمبر میاشتې ۱۴ نيټه) د جمو کشمیر په دودا ناحیه کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا وکړي. نوموړي په ایکس شبکه کې د هندي پوځ وژل شویو سرتیرو ته د درناوي مراتبو په وړاندې کولو سره هغوي (ستر زړور او ځان ښندونکي) وبلل.

سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د شنبې په ورځ یو شکمن وسله وال د کشمیر په برامولا سیمه کې د محلي امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

په قمار معتاد کشميري ځوانان

له سیمه ایز انتخاباتو مخکې تاوتریخوالی

د هیمالیا په نا ارامه سیمه کې په وروستۍ یوه لسیزه کې د سیمه ایزې شورا له پاره له رای اچونې مخکې د امنیتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.

د کله راهیسې نه چې د هند مرکزي حکومت په ۲۰۱۹م کال کې د دې سیمې نیمه خودمختاري لغوه کړه او د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې یې راوست، د دې سیمې قلمرو محلي حکومت نه لري.

په دغو انتخاباتو کې چې د سپټمبر په ۱۸ نیټه به په درو پړاوونو کې ترسره شي، نږدې ۸،۷ میلیونه کسان د رایې اچونې د شرایطو درلودونکي دي.

تمه کیږي چې د دغو انتخاباتو پایلې به د اکتوبر په میاشت کې اعلان شي. لسګونه زره امنیتي ځواکونه د دغو ټاکنو د امنیت ساتلو په موخه په کشمیر کې ځای پر ځای شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح