د هند د ښځو کارنوال
لرګي او مېرمنې: د هند په اوترا پردیش ایالت کې د برسانا او نندګاون په ښارونو کې، د هندوانو د رنګونو جشن، هولی، په بل ډول لمانځل کيږي. هلته ښځې د لږ وخت له پاره قومانده اخلی. دا چې څنګه؟ په دي انځوريز رپوټ کې يې کتلی شئ:
د افساني پر بنسټ
دا مېله د یوې افسانې پر بنسټ جوړه شوې ده: د هندوانو ديوتا کریشنا غوښتل چې خپله معشوقه رادها او د هغه ملګری د هولی په ورځ پرې رنګ وپاشي ترڅو هغوی ونازوي. مګر هغه په لوبو سره د هغې له خوا په لرګیو سره وشړل شو. د دې کيسې په ساتلو کې، د ننداګاون يا نندا کلي نارینه هر کال د هولی په وخت کې د برسانا ښار ته سفر کوي او په ډالونو سره د ښځو له وهلو څخه ځان ساتي.
دا مېله روغتيا ته هم ګټه لري
دا فیسټیوال نه یوازې مذهبي شالید لري، بلکې روغتیايي موخې هم تعقیبوي. ځکه د هغه رنګ پوډر سره چې د ګلال په نوم له دودیزو درملو څخه جوړ شوی دی، هغه تبه او یخنی چې د پسرلي په موسم کې د موسم د بدلون په وخت کې رامنځ ته کیږي په دي سره يې باید په خلکو کې علاج وشي.
مضر رنګونه
د درملو د صنعت ډله ایز تولید په وخت کې، دا دود کله ناکله برعکس کیږي: په دغه مېله کې په پرلپسې توګه د ګډون کوونکي د پوست او سترګو خارښت راپورته کيږي. له دغه ډول پيښو سره بیا هم داسي نه ښکاري چې د دې په زړه پوري لمانځلو سره دي علاقه کمه شي.
معبد
حتی د راجا رانی په معبد کې ناست پلويان له سرنا سره نه ښکاري. دوي په هولی کې د براج په نوم ځايي ژبې په پارونکو سندرو سره هڅه کوي چې د ښځو پام ځانته راجلب کړي، کوم چې په خپل وار سره د لرګي په ګوزارونو له يو بل سره مخ کيږي.
د هندوانو د خدایانو تر جادو لاندې
یو سړی د رادها رانی معبد په برسانا کې د دعا نه وروسته راروانیږي. دا ښار چې د اوترا پرادش په ایالت کې د نندګاون سره یو ځای لس کیلومتره واټن لرې، د هندوانو د دیوتا رادها او کریشنا کور جوړوي او د جشنونو روحاني مرکز دی. په هند کې د ډیرو هندوانو له پاره، لاتمار هولی د کال د مهمو مذهبي اخترونو څخه دی.
ښځي قومانده په لاس کي اخلي
د لاټمار هولی په مېله کې، ښځې د لږ وخت له پاره واک ترلاسه کوي. دا په روحاني توګه له اصلي مېلې سره تړاو نه لري او هسی تجارتي بڼه لري.