1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د پرویز مشرف د کورنۍ ځمکه ليلام شوې

۱۴۰۳ شهریور ۱۶, جمعه

د پرویز مشرف د کورنۍ دا ځمکې د اترپرديش ایالت د باغپت سيمې په کوتانه کلي وه چې د هند د حکومت له لوري د «دښمن ملکيت» ګرځول شوې وه. دا ځمکه د اصل بيې څخه په څو چنده لوړه بيه ليلام شوه.

https://p.dw.com/p/4kMJ4
د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرويز مشرف
دا ځمکه په اترپرديش ایالت کې د پرویز مشرف د پلار او نیکه وروستی ملکيت وو.انځور: picture-alliance/dpa

يوه سيمه ایز لوړپوړي چارواکي وویل چې د دې ملکيت له پاره آنلاين بولي وشوه او له خپلې اصلي بيي څخه په درې نيم چنده لوړه بيه وپلورل شوه.

دا ځمکه په اترپرديش ایالت کې د پرویز مشرف د پلار او نیکه وروستی ملکيت وو. دا ځمکه د باغپت سيمې په کوتانه بانګر کلي کې ده. په کوتانه کلي کې د نوموړي د کورنۍ نورې ځمکې هم وې چې لا دمخه ليلام شوي وې.

د بړوت د سيمې يوه چارواکي امر ورما، وويل پرون، پنجشنبه چې کومه ځمکه ليلام شوې، نيغ په نيغه د پرویز مشرف نه وه. هغه وويل چې د نوموړي پلار سيد مشرف الدين، او مور زرين بيګم، دهلي ته تر تللو دمخه چېرې چې مشرف زيږيدلی وو، په کوتانه کلي کې استوګن ول.

پرویز مشرف، د پاکستان د ولسمشر په توګه په ۲۰۰۱م کال کې هند ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د دهلي د دريا ګنج سیمې نهر والي حويلۍ ته تللی وو، چېرې چې نوموړی زيږيدلی وو.

په ۲۰۰۵م کال کې د مشرف مور د خپل زوی جاويد مشرف، او لمسي بلال، سره خپل زاړه کور ته تللې وه. 

امر ورما، وويل چې د مشرف د پلار په کوتانه کې کور وو چې وروسته بيا د سیمې اوسيدونکو ولکه کړ، خو دا ځمکه بيا دولت د «دښمن ملکيت» په نوم ضبط کړه.

د کوتانه کلي اوسيدونکي وايي چې د پرویز مشرف د کورنۍ د يوه بل غړي چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم اتلس کاله په کوتانه کې ميشت وو، ځمکه هم په ۲۰۱۰م کال کې د «دښمن ملکيت» په نوم ضبط شوه.

د «دښمن ملکيت» ګرځول په څه معنا دي؟

له دې څخه هدف هغه جايداد دی چې په هند کې د پاکستان او چين د تابعيت لرونکو څخه پاتې دی.

د دې ډول جايدادونو د اداره کولو له پاره له پاکستان سره د ۱۹۶۵م کال تر جګړې وروسته په ۱۹۶۸م کال کې د دښمن د جایداد قانون نافذ کړل شو.

په ۱۹۶۲م کال کې د چين او هند تر جګړې وروسته چين ته د تللو خلکو څخه د پاتې جایدادونو سره هم همداسې وشول. د دې ملکيتونو ستره برخه په اصطلاح «د دښمن د ملکیتونو سرپرستې» دولتې ادارې ته ورکړل شوي.

ب. ص/ ن. ز (جاويد اختر)