د بابري مسجد پر ورانولو ټولو تورنو کسانو برائت ترلاسه کړی دی
۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبهد هند د لکهنو ښار يوې ځانگړې محکمې د چهار شنبې په ورځ (د سبتمبر ۳۰ نيټه) دغه پريکړه کړې ده. په ۱۹۹۲م کال کې په ايودهيا ښار کې د څلور سوه کاله پخواني مسجد د حملې وروسته تخريب کړل شوی وو.
په دې محاکمه کې چې د بابري مسجد تر تخريب کيدو ۲۸ کاله وروسته پر لاره اچول شوې وه، د هند د برحاله «بهارتيه جنتا گوند» څلور لوړ پوړي مشران هم د تورنو کسانو په جمله کې شامل ول. له ټولو ۴۹ تورنو څخه یې ۱۷ کسان په دې تېرو څو کالونو کې په خپل مرگ مړه شوي دي.
د «ان ډي ټي وي» د رپوټ پر اساس قاضي ويلي چې د هغو صوتي او ويديويي موادو د کره والي د بررسي امکان نه شته چې د هند د څیړنو د مرکزي دفتر له خوا دوی ته ورکړل شوي ول.
سربیره پر دې قاضي دا هم ويلي چې دغه مسجد د «ټولنې ضد عناصرو» له خوا تخريب شوی او داسې هیڅ شواهد نه شته چې دا وار د مخه پلان شوی قصدي عمل وي.
جنجال چې لا هم ادامه لري
د بابري مسجد د ويجاړولو قضيه اوس هم د يوې لانجمنې موضوع په توگه پاتې ده. په ۱۹۹۲م کال کې هندو فعالانو د اوترپرديش ایالت د ايودهيا ښار دا مسجد چې په ۱۶ ميلادي پيړۍ کې جوړ شوی وو، تخريب کړ.
بنسټ پال هندوان او يو شمير تاريخ پوهان ادعا کوي چې دا مسجد د مغلو امپراتور بابر په امر د هندوانو د «رام» خدای د عبادتگاه پر ځای جوړ شوی وو.
د ۱۹۹۲م کال په دسمبر میاشت کې د دې مسجد تر ويجاړولو وروسته په ټول هند کې اخ و ډبونه پېل شول. په دې اخ و ډبونو کې څه نا څه ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.
د هند سترې محکمې د ۲۰۱۹م کال په نومبر مياشت کې د دې وران شوي جومات پر ځای د مندر جوړولو اجازه ورکړې وه. د هند لومړي وزير نريندر مودي د روان میلادي کال په فيبرورۍ میاشت کې اعلان کړې وو چې حکومت یې د دې مندر د جوړولو طرحه بشپړه کړې ده. د دې معبد د جوړولو ژمنه د نوموړي د بهارتيه جنتا گوند د ټاکنو يوه مهمه ژمنه وه. مودي په اگست مياشت کې د دې مندر د بنسټ ډبره ايښي وه.