له هند څخه افغانستان ته د غنمو د مرستي لړۍ پيل شوه
۱۴۰۰ اسفند ۳, سهشنبهد رويترز خبري آژانس په حواله هند د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ ۲۲مه) په ۲۵۰۰ ميترک ټنو غنمو بار ۵۰ لاريو يو کاروان افغانستان ته وليږه. د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه لارۍ د هند له شمالي امرستر ښار څخه تر يو لړ مراسمو وروسته چې د بهرنيو چارو وزير هارش واردهان شرينګلا هم پکې ګدون کړی وو، د افغانستان پر لور روانې شوې.
په دغه اعلاميه کې زياته شوې: «هند د افغانستان له خلکو سره ځانګړو اړيکو ساتلو ته ژمن دی.»
هند پلان لري چې په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت ته د ځواب ويلو په موخه د پاکستان له لارې دغه هيواد ته په مجموعي توګه ۵۰ زره ټنه غنم واستوي.
پاکستان هند ته اجازه ورکړې چي افغانستان ته غنم انتقال کړې
دغه ډول يوه کاروان ته د تیريدو د اجازې ترلاسه کول له دې کبله يو څه نادر دي چې پاکستان له هند څخه د هر ډول توکو پر داخليدو بندیز وضع کړی دی. علت یې د دواړو اتومي ځواکونو ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا ده.
د امريکا متحده ايالاتو له خوا د افغانستان د شتمنيو تر کنګل کيدو او پر افغانستان د نړيوالو مرستو تر درېدو وروسته، د طالبانو اداره په زرونو دولتي کارمندانو ته چې زياتره یې مزدور کاران دي، د کار په بدل کې د معاش پر ځای غنم ورکوي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)