1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهندوستان

هندوستان: د درمل جوړولو په کارخانه کې چاودنې ۱۷ کسان وژلي

۱۴۰۳ شهریور ۱, پنجشنبه

د هندوستان د درملو جوړولو په یوه کارخانه کې چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۱۷ کسان پکې وژل شوي دي. پولیسو د پنجشنبې په ورځ وويل چې چاودنه د هندوستان په جنوبي ایالت اندرا پردیش کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4jliD
هندي چارواکو ويلي چې کېدای شي په کارخانه کې دغه چاودنه چې ۱۷ کسان پکې وژل شوي، د ګازو د ليک کېدو له کبله رامنځ ته شوي وي
رپوټونه وايي د چاودنې خبر له خپرېدو سره سم، د کارګرانو د کورنیو غړو د پېښې ځای ته هجوم راوړانځور: AP Photo/picture alliance

زیاته شوې ده چې دغه چاودنه دومره زوروره وه چې له کبله ېې د قربانیانو بدنونه قطع شوي او د پېښې په ځای کې ېې ګډوډي پرځای پرېښې ده.   

هندي چارواکي وايي پېښه کې شا او خوا ۴۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي چې تر ډېره ېې جلدونه سخت سوځېدلي دي.

دا څه ډول چاودنه وه؟

د ځايي پولیسو افسر، ام. بچایاه، اندین ایکسپریس ورځپاڼې ته وويل چې د کارخانې هغه کارګران چې د چاودنې په منځ کې راګير شوي ول، له وحشتناکه کيمياوي سوځېدنو کړيږي. 

د پولیسو دغه افسر وويل چې «دا وېروونکې او زړه ماتوونکې ده» او زیاته ېې کړه چې د پېښې د ځای خلک چې په خپله دردېدلي ول، ژوندي پاتي شوي کسان ېې امبولانسونو ته انتقالول.

خبري سرچينې وايي، د کارګرانو کورنيو د چاودنې خبر له اورېدو سره سم د پېښې ځای ته هجوم راوړ تر څو د خپلو خپلوانو د برخلیک په هکله پوه شوي وي.

ایالتي حکومت د پېښې د لامل موندلو په موخه د تحقیقاتو امر کړی دی.

د هندوستان لومړي وزير، نريندرا مودي، د پېښې د قربانیانو له کورنيو سره خپله خواخوږي ښودلې ده.

مودي پر اکس شبکه ليکلي: «په انکاپلی کې په یوه کارخانه کې یوې چاودنې چې د ډېرو ژوند ېې اخیستی دردولی یم. هغو کسانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم چې په دغه پېښه کې ېې خپل نژدې عزیزان له لاسه ورکړي دي.»

د چاودنې علت څه کېدای شي؟

دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۲۱مه) په انکاپلي ولسوالۍ کې واقع، په ایسیانتیا (Escientia) شرکت کې شوې ده. دغه سیمه د اندرا پرديش ایالت له مرکز امراوتي شمالشرق ته په شا او خوا ۳۵۰ کيلومترۍ کې پرته ده.

د درملو جوړولو دغه کارخانه کابو ۳۸۰ کارګر لري. زیاته شوې چې تر چاودنې وروسته د پېښې په ځای کې اور خپور شو خو دا ښه وو چې ډېر کارګران تر چاودنې مخکې د غرمې ډوډۍ ته وتلي ول.

چارواکي ګمان کوي چې د کارخانې په کیمياوي ريکټور کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده. د چاودنې د دقیق لامل موندلو په موخه د امنيتي کمرو پر انځورونو کتنې او د پېښې له قربانیانو څخه پوښتنې ګروېږنې پیل شوي دي. 

په سیمه کې د پولیسو یو مشر، ام ديپيکا، وويل چې څېړونکي په دې باور دي چې چاودنه د «ګازو د ليک کېدو له کبله چې بیا په نهایت کې ېې له یو برقي پينل سره ټکر کړی» رامنځ ته شوې ده.

هندوستان د نړۍ په سطحه د درملو ستر تولیدونکی هېواد دی، خو په کارخانو کې ېې چاودنې تقریباً معمول دي هغه په دې دليل چې مالکان ېې تر ډېره د خوندیتوب لازم مقررارت په نظر کې نه نیسي.

 mks/nz/mfi/rmt/(AFP/AP/Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل