آلمان: د بیزو د تڼاکو د نوي ډول لومړنی پیښه ثبت شوې
۱۴۰۳ آبان ۲, چهارشنبهد بیزو د تڼاکې یا «ام پاکس» د ویروسي ناروغۍ یو نوی ډول په آلمان کی تثبیت سوی دی. په جرمني کې د رابرت کوخ صحي انستیتوت ویبسایت د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر پر ۲۲ مه) لیکلي چی د روان کال د اکتوبر پر ۱۸ مه په آلمان کې د بیزو د تڼاکې د نوي ډول کلاد آی بي «Klade Ib» یوه پیښه ثبت سوې ده.
د رابرت کوخ انستیتوت ویلي دي چی اخته کس له آلمان څخه بهر په دغې ناروغۍ اخته سوی وو. نوموړي انستیتوت څرگنده کړې چی په اوس وخت کې په جرمني کې د خلکو روغتیا ته گواښ کم ارزیابي کوي، وضعیت په ځیر سره څاري او د اړتیا پروخت به ځیني سپارښتنې هم وړاندې کړي.
د «ام پاکس» د ویروس د دغه ډول لومړنۍ پیښه د افریقا له وچې څخه بهر د اگست په نیمایي کې په سویډن کې ثبت او تأیید سوه.
د «ام پاکس» ویروس چې مخکې د بیزو د تڼاکې په توگه پیژندل سوی وو، له ۱۹۷۰م کال راهیسې د افریقا په ځینو برخو کې یوه روغتیایي ستونزه وه.
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو. اچ. او» په ۲۰۲۲م کال کې د دغې ناروغۍ د پراخیدو له امله د لسو میاشتو له پاره د نړیوالې روغتیا اضطراري حالت اعلان کړ.
دغه سازمان په دا وروستیو کې د نوي ډول «Klade Ib» د پراخیدو په دلیل یو وار بیا د خبردارۍ تر ټولو لوړه کچه اعلان کړه.
د بیزو د تڼاکې ناروغي د «ام پاکس» د ویروس له لارې رامنځته کیږي چې له اخته سوو حیواناتو څخه انسان ته انتقالیږي او همدارنگه کولای سي چې د نیژدې فزیکي اړیکې له لارې له یوه انسان څخه بل ته انتقال سي.
دغه ناروغي ځینې وخت وژونکې وي او د تبې، عضلاتي دردونو او پر پوستکي باندې د دانو یا بخارونو راوتل یې عمده نخښې بلل سوي دي.
GP/KH/AG