1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د اوربند په برخه کي د همکارۍ ژمنه وکړه

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزير له ولسمشر غني سره په ليدنه کي ژمنه کړې ده چي هيواد به يې په افغانستان کي د سولي او اوربند په برخه کي پوره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3lZ8M
Afghanistan | Pakistanischer Premierminister Imran Khan in Kabul
انځور: ARG

د پاکستان لومړي وزير عمران خان له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کي خبري غونډي ته وويل: «په دغه شان وخت کي کابل ته د سفر هدف دا وو چي تاسو ته ډاډ درکړم چي پاکستان تيار دی چي په افغانستان کي د سولي او اوربند له پاره هر ډول مرسته چي يې په وسه وي وکړي.»

عمران خان د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي هيئت په ملتيا افغانستان ته سفر وکړ او هلته يې له افغان چارواکو سره ملاقات وکړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د عمران خان سفر د دواړو هيوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل او اقتصادي پرمختگ په برخه کي گټمن وباله او خان ته يې په خطاب وويل: «په داسي حال کي چي زموږ په هيواد کي زورزياتي زور اخيستی، ستاسو دا سفر د افغانانو له پاره ډېر مهم او ارزښمن پيام لري.»

خان وويل چي افغانستان او نړيواله ټولنه په دې باور ده چي پاکستان کولای سي د خبرو اترو مېز ته د طالبانو په راوستلو کي مرسته وکړي، نو دا کار يې هيواد کړی دی: «پاکستان هغه هيواد دی چي په افغانستان کي د سولي راوستلو له پاره تر ټولو ډېره علاقه لري.»

هغه وويل چي د دې سفر اصلي هدف اعماد پيدا کول او د اړيکو پياوړي کول دي: «تاسو ته ډاډ درکوم چي انشاالله تر هغه به ډېره مرسته وکړو چي تاسي يې زموږ څخه تمه لرئ.»

ولسمشر غني بيا پاکستان ته د هغه د سفر بلنه ومنله او زياته يې کړه چي په يوه مناسب وخت کي به پاکستان ته سفر وکړي.

د خان په خبره د دواړو هيوادونو چارواکو په تيرو درو ورځو کي د سوداگرۍ د پراختيا په برخه کي گټوري خبري لرلې.

په کابل کي د عمران خان د سفر پرمهال د پاکستان د استخباراتو يوې سرچينې بیا د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «په کابل کي خبري پردې باندي وې چي وسله وال طالبان يوه دوامداره اوربند ته سوق کړي.» سرچينې زیاته کړې ده: «اوس په دې برخه کي پرمختگ سوی دی.»

Ag/ ن.ز