عمران خان د بې صلاحيته کېدو پرېکړه وننګوله
۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبهد ټاکنو کميسيون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۱مه) وويل چې عمران خان په غیرقانوني توګه دولتي تحفې پلورلي او د لومړي وزير په صفت شتمنۍ پټې ساتلې وې. د کميسيون د دغې پرېکړې له مخې خان د پاکستان د قانون له امله د پنځو کلونو له پاره له رسمي دندو څخه منع کړل شو او هغه په پارلمان کې هم خپله چوکۍ له لاسه ورکړه.د انتخاباتو کمېسيون: «عمران خان د پنځوو کلونو له پاره له ټاکنو منع دی»
د کميسيون دغې پرېکړې اوس په پاکستان کې حاکمه سياسي ګډوډي زياته کړه په داسې حال کې چې اقتصاد خراب، خوراکي مواد لږ او په اوړي کې د بې ساري سيلابونو پايلې لا موجودې او ډېرې جدي دي. په دغو سيلابونو کې ۱۷۲۵ تنه ووژل شول، په سلګونو زره بې ځايه شول او د ملاريا په څېر نورې ساري ناروغۍ هم زیاتې شوې. د ټاکنو د کميسيون اعلان په داسې وخت کې راغی چې خان چې په اپريل مياشت کې په پارلمان کې د نه اعتماد د رايې له لارې له دندې ګوښه شو، د نوي لومړي وزير، شهباز شريف د حکومت په وړاندې خپل پلويان په لاريونونو کې راټولول او تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه يې کوله. دغه احتجاج کوونکي د لنډ وخت له پاره له پلازمېنې اسلام آباد څخه دباندې له پوليسو سره ونښتل.پاکستان: د سیاسي او اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې د خپلواکۍ جشن
وروسته خان له خپلو پلويانو څخه وغوښتل چې په سوله يز ډول سره جلا شي او د اسلام آباد په لور د مارش له پاره د هغه غږ ته په انتظار واوسي. شهباز شريف په لاهور کې د خالي يا يکشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې عمران خان د ټاکنو کميسيون پرېکړې ته په اشارې سره »يو تصديق شوی غل« وباله او دا يې هم وويل چې حکومت به د هغه پلويانو ته اجازه ورنه کړي چې پر پلازمېنې اسلام آباد يرغل وروړي.
فواد چودري، چې د خان يو وياند دی، وويل چې د هغه د بې صلاحيته کېدو پر ضد به د اسلام آباد په عالي محکمه يا های کورټ کې يوه عريضه وړاندې شي. عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې قدرت ته ورسېد او په اپريل کې د پارلمان له خوا د نه اعتماد د رايې له امله له دندې ګوښه شو. بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، خان ادعا وکړه چې هغه د شهباز شريف له خوا راوپرځول شو چې د متحده آيالاتو له خوا يوه دسيسه يې وبلله. دغه ادعا هم لومړي وزير شهباز شريف او هم واشينګټن رد کړې ده.
آ./ن.ص./ا.ا.