آلمان: قاچاقبرانو په لسونو مهاجر په واورو کي پرېښي دي
۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبهد آلمان پولیسو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې انساني قاچاقبرانو د چک جمهوریت د سرحد پر لور غځیدلې لویې لارې پر غاړه ۵۶ پناه غوښتونکي په ډیره شدیده سړه هوا کې پرې ايښي دي.
د آلمان خبري آژانس د پولیسو په حواله ویلي دي چې قاچاقبرانو دغه پناه غوښتونکي د بایرن ایالت فالس سیمې ته راوړي دي او بیا یي په دې سیمه کې د یوې لوې لارې ترڅنګ ايله کړي دي.
د پولیسو په وینا د دغو پناه غوښتونکو په ډله کې چې د سوريې، فلسطين او سومالیا اتباع دي ۶ ماشومان چې د ۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري هم شامل دي.
پولیسو ویلي دي چې احتمالاً دغه پناه غوښتونکي د یوه بار وړونکي لاری موټر په وسیله آلمان ته انتقال شوي دي او د آلمان د نورنبرګ ښار او چک جمهوریت ترمنځ لویې لارې پر غاړه د موټرو په پارکنګونو کې خوشې شوي دي.
د لوي لاري پر غاړه د موټرو په پارکينگ کي د دغو کسانو د موجوديت په اړه يوه سړی پولیسو ته خبر ورکړی وو.
دغه پناه غوښتونکي په یوه بل موټر کې د انتقالیدو له پاره څو ساعتونه انتظار کې پاتې شوي دي. څو کسان نور بيا د دغې لوې لارې سره موازي د یوه بل سړک تر غاړې سرګردان ګرځیدل. پولیسو دغه پناه غوښتونکي د اطفایې اړوند یوه ساختمان ته انتقال کړل، څو په بیړه دغو پناه غوښتونکو ته رسیدګي وشي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز