ملتن توپان د فلورېدا لوېديځ ساحل ته رسېدلی
د ملتن توپان تېز بادونه او شديد اورښتونه له ځانه سره راوړي او د تمبا بی سيمه د سمندر د اوبو راختلو په بالقوه خطر سره ګواښي. دا د پنځمې کتګورۍ توپان په توګه ساحل ته ورسېد خو بيا وروسته یې زور لږ راکم شوی.
د ملتن قوي توپان
د پنجشنبې په ورځ د امريکا د «هېريکين د ملي مرکز» چارواکو وويل چې ملتن د لومړۍ درجې په توپان بدل شوی دی. توپانونه تل له سمندر څخه ځمکې ته تر رسېدو وروسته خپل ځواک له لاسه ورکوي. خو د شدت پر کمېدو سربیره هم بادونه ډېر چټک وي او په ساعت کې به کابو ۹۰ کیلومترو ته رسېږي. توپان دمګړۍ د فلورېدا ختیځ ساحل کېپ کانېورل ته مخه کړې ده.
د ملتن ويجاړۍ
ساحل ته تر رسېدو دمخه هم بادونه دومره قوي ول چې کورونه یې زيانمن کړي او نور زيانونه یې هم اړولي دي. تېزو بادونو کښتۍ لا دمخه ساحل ته کش کړې وې.
د ملتن ځواک
د فلوريدا په فورت مايرز کې یو ويجاړ شوی کور چې د ملتن توپان په مسير کې پروت وو.
تورنادو
په ساحلي سيمو کې ډېر کورونه هغه وخت ويجاړل شول چې د ملتن توپان ګردبادونه رامنځته کړل. اټکل کيږي چې ملتن به کابو د ۵۰ میليارډو ډالرو زيان ورسوي.
د ملتن لومړي قرباني
د بي بي سي او سي ان ان او سيمه ایزو رسنيو په حواله د ملتن توپان په سانت لوسي سيمه کې لومړي قربانيان پر ځای پريښي دي. د سيمې د پوليسو د مشر په حواله فورت پيرس ته څيرمه د زړو کسانو د استوګنې په يوخ ځای کې «څو کسانو ژوند له لاسه» ورکړی. زياته شوې ده چې پوليس د بلدوزرونو او نورو وسايلو په کارولو سره د مرستې هڅه کوي. هغه وويل: «ډېره وحشتناکه پېښه وه، هیڅ الفاظ نه لرم.»
تفريحي پارکونه تړل شوي
په سيمه کې ټول تفريحي پارکونه د چهار شنبې په ورځ تړل شوي دي او نن، پنجشه به هم تړلي پاتې وي. د فلورېدا د اورلاندو سيمه زياتره یې د تفريحي پارکونو له کبله د امريکا متحده ایالاتو د سېلانيانو تر ټولو په زړه پورې ځای دی.
د ژوبڼ اوسېدونکي هم خوندي ځايونه ته انتقال شوي
اکواريمونه او ژوبڼونه هم د ملتن توپان د را رسېدو ترمخه تخليه شوي او پکې میشت ژوی بيړنيو سرپناو ته انتقال شوي دي.
د اړتيا وړ توکو رانیول
يو شمير خلکو د توپان تر رسېدو دمخه هڅه وکړه چې د اړتيا وړ توکې رانيسي. دلته په انځور کې ليدل کيږي چې د تیلو يوه ټانک ته موټرونه په کتار کې ولاړ دي.
په زرونو کسان خوندي ځایونو ته تللي
پر سړکونو تر هغه وروسته اوږده کتارونه او بیروبار جوړ شو چې په زرونو کسانو خوندي ځایونو ته د تللو له پاره له خپلو کورونو ووتل. د ګازو او تیلو ځينو ټانکونو د سون توکي نه درلودل او د مغازو آلمارۍ هم خالي شوي وې.