په ترکيې او سوريې کي دوو سختو زلزلو په سونو انسانان وژلي دي
۱۴۰۱ بهمن ۱۷, دوشنبهد زلزلې دوو شديدو ټکانونو چې پرله پسې رامنځته شول، د ترکیې جنوب ختيځ لړزولی دی. د ځمکي پيژندونکو په حواله دغه ټکانونه د دوشنبې په ورځ د سيمې پر وخت سهار وختي احساس شول.
د تازه معلوماتو په حواله د ترکیې او سوریې ترمنځ په دغه سرحدي سيمه کې تر ۱۴۰۰ ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر۵۳۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
د ريښتر په کچه ۷،۴ درجې دې زلزلې مرکز د سوریې پولې ته څېرمه د قهرمان (کهرام) مرعش ايالت کې ښوول شوی دی. تر دې زلزلې لږ وروسته د غازي عنتاب په سيمه کې يوه بله زلزله هم شوې چې د ريښتر په مقياس يې اندازه ۶،۶ وه.
په ازمير کې تر زلزلې وروسته دوې نجونې ژوندۍ ژغورل شوي
د آلمان په پوستام ښار کې د جيولوژيکي څېړنې مرکز د دغو زلزلو شدت ۷،۸ او ۶،۷ اټکل کړی دی. د رسمي معلوماتو پر اساس د زلزلې ټکانونه په اسرائيل او همدا راز مصر، قبرص او لبنان کې هم احساس شوي دي.
په سوريه کې هم سخت ځاني زيان اوښتی
د سوریې د روغتيا مرستيال وزير په دغه هيواد کې هم د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. په سوريه کې هم د مړو شمير تر ۵۰۰ اوښتی دی. د ټپيانو شمير هم تر ۱۶۰۰ ډېر ښوول شوی دی.
په سوريه کې د «سپين خوليو» مرستندويه ټولنې هم ويلي دي چې ډېرو انسانانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه ټولنې مشر رايد الصالح وويل: «موږ چې څومره مو په وس پوره ده، هومره مرسته کوو څو له هغو سره کومک وکړای شو چې تر خرابو لاندې لا پراتي دي.»
د ترکیې زلزله کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۸۰۰ ټپیان دي
د يادې ټولنې يوه بل غړي وويل: «وضعيت ډېر خواشينونکی دی.»
د سنا خبري آژانس په حواله په سوريه کې يو شمير ودانۍ نړېدلي دي. انځورونه ښيي چې ژغورونکي ډلي انسانان روغتونو ته انتقالوي.
د نړيوالې مرستې غوښتنه
د زلزلې بشپړې ويجاړۍ لا د وړاندوينې وړ نه دي. د ترکیې د کورنيو چارو وزير سليمان سوېلو د «سي ان ان ترک» شبکې سره په خبرو کې وويل چې د هيواد د جنوب ختيځ ټولې سيمې اغیزمنې شوي دي. نوموړي زياته کړې چې ودانۍ نړېدلي دي او د ټول هېواد څخه د ژغورنې ډلې ورغوښتل شوي دي. سوېلو له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د تويتر له لارې ويلي: «موږ هيله لرو چې له دې ناورين څخه به ډېر ژر او په ګډه ووځو او د امکان تر حده لږ زيان به اوښتی وي.»
د ترکیې د زلزلې د ملي مرکز مشر رايد احمد ويلي دي چې دا له ۱۹۹۵م کال راهېسې په ترکيه کې تر ټولو زوروره زلزله ده.
د ۱۹۹۹م کال زلزله
ترکيه د زلزلې په يوه نړيواله کچه فعاله ساحه کې پروت دی. دلته دوه کونتيننتال يا قاره يي تختې سره څنګ پر څنګ پرتې دي: افريقايي او يورو آسيايي تختې.
په ۱۹۹۹م کال کې د ۷،۴ درجې يوې زلزلې د دغه هيواد په شمالي لویدیځ کې تر ۱۷ زرو ډېرو انسانانو ژوند واخيست.
ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, AP)
زموږ له آرشيف څخه: