د افغان کډوالو یوشمېر کوربه هېوادونو سره د کاناډا تازه مرسته
۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبهاعلان
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې د اغیزمنو افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره به پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته ۲۱ میلیونه کاناډايي ډالر د مرستو په توګه ورکړي.
ددې ادارې یوه ویناپاڼه وايي، چې دا پیسې به د کډوالۍ نړېوالې ادارې یا IOM له لارې دغو هېوادونو ته ورکړل شي.
ویناپاڼه زیاتوي چې دا پیسې د کډوالۍ سازمان د هغه ټولیز پلان د تمویل لپاره ورکول کیږي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د کډوالو د خوندېتوب او بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره دې ادارې وړاندې کړی دی.
د ویناپاڼې له مخې، د کاناډا حکومت ژمن دی چې په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د کډوالۍ نړېوالې ادارې د ۲۰۲۲، ۲۰۲۳، ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د پلان مالي تمویل وکړي.