د ککاو استعمال زړه ساتي
۱۴۰۰ فروردین ۱۸, چهارشنبهدا د زړه هغه تکلیفونه دی چي د ستریس او رواني مشکلاتو څخه رامنځته کیږي. د میډیکل اکسپرس په حواله په زړو سالمو خلګو کي پریشاني او خوابدي ډیر ژر د زړه ضربان او د ویني فشار لوړوي او حتی د ستریس او رواني مشکلاتو تر رفع کیدو وروسته هم په مؤقتي ډول سره د زړه د شریانونو د اختلال سبب ګرزي.
په همدې حال کي د بریتانیا د برمنګهېم پوهنتون یوه تحقیقاتي ټیم کشف کړې ده، چي هغه کسان چي لاس نه خوړلي ککاو استعمالوي، نسبت هغو خلګو ته چي بیله فلوانول مالیکولونو څخه نوري نوشابې چښي، د ستریس پرمهال یې د زړه شریانونه ښه فعالیت کوي. د زړه په رګونو کي یې د ویني جریان هم منظم کوي.
باید وویل سي، چي د فلاوانول ورځنی ضرورت د هغو میوو او غذاوو څخه پوره کیږي، چي د دغه ډول مالیکولونو درلودونکي دي، لکه مڼې، تور انګور، شاتوت، الوبالو، سره توت، ناک، شنې چایي او هغه ککاو چي لاس یې نه وي خوړلی.
په صنعتي ډول د ککاو د تهیه کولو له لاري د هغه د فلاوانول مالیکولونه تر ډیره حده پوري له منځه ځي.