آلماني وزير: د واکسيناسيون پر بهير دې له سره کتنه وشي
۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبهد آلمان د واکسيناسيون دايمي کميسيون سپارښتنه کړې، چې کرونايي واکسين، آسترازنکا دې د ۱۸ تر ۶۴ کلنو افرادو له پاره تزريق شي. خو د آلمان د عامې روغتيا وزير دغې سپارښتنې ته په کتو ويلي دي چې د واکسيناسيون پر پروسه بيا کتنه کوي.
ینش شپان، د شنبې ورځې په ماښام (د جنوري ۳۰مه) وويل چې د واکسيناسيون بهیر په لومړيتوبونو کې به اساسي بدلون رامنځ ته نشي خو د آسترازنکا واکسين په تزریق کې به د عمر له مخې محدوديتونه منظور شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحاديې د درملو ادارې، د جمعې په ورځ د ياد واکسين د استفادې مجوز، د مشخص سني محدوديتونو پرته صادر کړ.
په آلمان کې د کرونا واکسیناسیون په پروسه کې په لومړيتوب کې هغه افراد شامل دي چې عمرونه يې له ۸۵ پورته دي. د دغه هيواد د واکسيناسيون کميسيون وايي د آسترازنکا واکسين اغيز په هغو افرادو کې چې عمرونه يې له ۶۵ کاله څخه ډير دی، لا تر اوسه وړاندې شوی نه دی.
د آلمان د يو تلويزيون د رپوټ پر اساس، په پام کې ده چې په دغه هيواد کې د واکسيناسيون پروسې پر جزئياتو باندې، سبا دوشنبه د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د ایالتي لومړي وزيرانو په ګډه غونډه کې بحث وشي.
د آلمان د واکسيناسيون کميسيون مشر، توماس مرتنس وايي چې دوی د کرونا واکسين د تزريق په اړه د سني محدوديتونو سپارښتنه د هغو نتایجو له مخې کوي چې تر اوسه له شوو واکسينونو څخه په لاس راغلي دي.
مرتنس په عین وخت کې په ميندوارو ميرمنو کې د واکسين منفي آوازې هم بې اساسه وښودې. هغه وویل چې ميندواره ميرمنې په حاضر وخت کې نه واکسين کيږي، هغه هم په دې دليل چې د دغو افرادو په اړه لا تر اوسه کافي معلومات په اختیار کې نه شته.
په آلمان کې د کرونا ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه واکسيناسيون، د ۲۰۲۰م کال دسامبر مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې پيل شو، خو دغه بهير د واکسين د کمښت له امله د ټاکلي پلان مطابق مخ ته نه ځي. له همدې امله د آلمان د عامې روغتيا وزارت له ګڼو نيوکو سره مخ دی.
دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: