د عمران خان د ګوند پر دفتر چاپه؛ مخکښ مشر روف حسن نيول شوی
۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبهد پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي آی) يوه مشر ذولفقار بخاري، رويترز خبري آژانس ته په ليږدول شوي پېغام کې دا خبره تائيد کړې ده چې د ګوند سرپرست مشر ګوهر علي خان، څو ساعته د پوليسو په توقيف کې وو بيا وروسته بیرته آزاد شوی دی. خو نوموړي زياته کړې ده چې د ياد ګوند د مطبوعاتو د برخې مشر روف حسن، تر اوسه په اسلام آباد کې د پوليسو په توقيف کې دی.
تر دې دمخه دپاکستان تحريک انصاف ګوند د مشر او پخواني لومړي وزير عمران خان، وکيل علي اعجاز بټر، ويلي وو چې روف حسن، نيول شوی دی.
اعجاز بټر، د ايکس شبکې په يوه پېغام کې ويلي ول چې د «ځنګل د قانون له مخې» د پي ټي آی مشر او د مطبوعاتو د برخې مسئول پوليسو نیولي دي. نوموړي وویل چې د دواړو کسانو د نيول کيدو علت نه دی په ډاګه شوی.
بل لوري ته د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ټولنیزو رسنیو د صفحاتو له لارې هم دا خبر تائيد کړی دی.
پر ايکس ليکل شوي دي چې «دا ډېر د شرم وړ ده چې د اسلام آباد پوليس قوانين تر پښو لاندې» کوي. د دغو کسانو د نیولو يوه ويډيو هم نشر کړل شوې وه.
سيمه ایزو رسنيو هم د پاکستان تحريک انصاف ګوند په حواله ويلي دي چې د پوليسو د چاپې په ترڅ کې د دغه ګوند په مرکزي دفتر کې موجود کمپيوترونه او نور سامان ضبط شوي دي.
د پاکستان د «ډان» په نوم خبري ادارې په حواله «امنيتي سرچینو د شواهدو پر بنسټ په اسلام آباد کې د پي ټي آی په مرکزي دفتر کې پر موجود «ډيجيتل ميديا سېل» يا د ديجيتالي رسنيو پر مرکز چاپه وهلې ده ځکه چې دا مرکز ناسم او ګمراه کوونکي خبرونه خپروي.»
ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)