1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتافریقا

ګينيا: د فوټبال لوبې پر مهال ګډوډۍ کې په لسونو کسان مړه شوي

بريښنا صابر | اسوشتېتد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبه

عيني شاهدانو ويلي دي چې د ريفري تر يوې جنجالې پريکړې وروسته د فوټبال مینه والو د لوبې پر ميدان هجوم ور وړی. د سيمې ډاکترانو خبريالانو ته وويل چې روغتونونه په قربانیانو ډک شوي دي.

https://p.dw.com/p/4neMP
ګینيا کې د فوټبال د لوبې پر وخت ګډوډي
پېښه د يکشنبې په ورځ د هېواد په دويم ستر ښار نزيریکوري کې شوې ده.انځور: Social media via REUTERS

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په ګينيا کې د فوټبال د يوې لوبې پر مهال د ګډوډۍ جوړېدو له کبله ۵۶ کسان مړه شوي دي چې ماشومان هم پکې شامل دي.

پېښه د يکشنبې په ورځ د هېواد په دويم ستر ښار نزيریکوري کې شوې ده.

د ګينيا صدراعظم امادو اوري باه، د ټولنیزو رسنیو له لارې ویلي دي: «حکومت دغه پېښه غندي چې د لابې او نزيريکوري د لوبډلو ترمنځ یې ماسپښين موده د فوټبال لوبه خرابه کړه.»

د پېښې په اړه څومره پوهيږو؟

د لوبې ننداره کوونکو وويل چې د نزيريکوري او د لابې ښار د لوبډلو د مینه والو او ملاتړو ترمنځ جنجال د ريفري له خوا تر يوې لانجمنې پريکړې وروسته رامنځته شو.

د ګینيا یوې سيمه ایزې رسنۍ رپوټ ورکړی: «دې [د يوې پينالتي لانجې] مينه وال په غوسه کړل او د ډبرو ګوزارونه يې وکړل. په ځواب کې یې امنيتي خدماتو اوښکن ګاز استعمال کړ.»

د رپوټونو پر اساس د اوښکې بهوونکي ګاز کارول د ګډوډۍ باعث شو.

په نزيرېکوري ښار کې د پوليسو يو مرکز هم هغه وخت د لوټ مار ښکار شو چې اخ و ډب د ښار سړکونو ته پراخ شو. د ښار چارواکو چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې زياتره قربانیان کوچنيان يا زيرسن کسان ول چې د پوليسو له لوري د اوښکن ګاز د کارولو په نتیجه کې تر پښو لاندې شول.

روغتونونه ډک دي

انځورونه او ويډيوګانې چې تائيد شوي نه دي، د لوبغالي دباندې په کوڅو کې مړي ښکاره کوي. په نورو ويډيوګانو کې بيا ليدل کیږي چې خلک له اخ و ډب څخه د ځان ژغورنې په موخه د لوبغالي پر ديوالونو اوړي.

يوه ډاکتر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په روغتونونو کې، د جسدونو کتارونه ليدل کيږي.»

لومړي وزير امادو اوري باه، د پېښې د جزياتو راڅرګنديدو ته په کتلو سره له خلکو د آرام پاتېدو غوښتنه کړې ده.

د سيمه ایزو رسنيو په حواله د فوټبال لوبه د هيواد د پوځي مشر مامادي دومبويا، په درناوي کې ترسره کیدونکي لوبلړۍ برخه وه. د پوځ دغه مشر په ۲۰۲۲م کال کې له کودتا راهېسې په واک کې دی.

زموږ له آرشيف څخه:

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب