«افغانستان اوس د مهاجرو د بیرته ستنیدو ځای نه دی»
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبهد زرغون ګوند د خارجي مسایلو سیاستمدار، امید نوري پور الماني خبري آژانس،dpa ته په برلین کي ویلي دي: «د افغانستان د لومړني ولایت مرکز نیولو ښکاره کړه، چي دغه هیواد نور ډاډمن نه دی او له دې کبله د اخراجیدو هدف نه سي ګرزیدلای.» هغه زياته کړه چې دې خبري ته د جرمني د مسیحي ډیموکراټانو مشر، آرمین لاشیت هم باید بلاخره پام راواړوي.
په تیرو څو ورځو کي طالبانو کندز او نورڅلور ولایتونه د حکومت څخه ونیول. نوري پور همدارنګه وویل: «د جرمني د حکومت دا ادعا، چي طالبان د سولي د خبرو اراده لري، ډیره بې معنی ده.» هغه اضافه کوي، « دا فقط په وخت او زمان پوري مربوطه ده، چي القاعده شبکه او ملګري یې بیرته د افغانستان څخه عملیات شروع کړي. د جرمني حکومت اوس باید ډیر ژر په کابل کي د افغانستان د حکومت سره خبري شروع کړي، چي څنګه غرب په افغانستان کي د کلونو لاسته راوړونو د له منځه وړلو په مقابل کي یو څه کولای سي.»