1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل؛ پر ترمپ د ایلن ماسک نفوذ «ستره انديښه» ده

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۳ آذر ۲, جمعه

د آلمان پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل، د خپلو ياداښتونو اړوند کتاب تر نشر د مخه پر سياست باندې د میلياردر سياستوالو پر نفوذ انديښنه څرګنده کړې ده. ميرکل، د ترمپ، پر بريا په ښکاره ډول خپل خفګان هم څرګند کړی دی.

https://p.dw.com/p/4nK03
د آلمان پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل
د میرکل د ياداښتونو اړوند کتاب چې «آزادي: يادونه ۱۹۵۴- ۲۰۲۱» تر عنوان لاندې دی، د ترمپ د بيا ټاکل کيدو تر مخه ليکل شوی دی.انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د آلمان پخوانۍ صدراعظمې انګيلا میرکل، د امريکا د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ، او ايلن ماسک، په څېر سياستوالو نفوذ يوه «ستره انديښنه» بللې ده.

نوموړې د ياداښتونو د خپل کتاب تر نشر د مخه نن، د جمعې په ورځ د «ډېر شپيګل» سره په مرکه کې وويل چې د سیاست يوه مهمه او حتمي فريضه د عامو او ځواکمنو وګړو په ګټو کې انډول رامنځته کول دي.

هغې وويل: «که دا انډول د شرکتونو د پانګې د قدرت او يا تخنيکي وړتياو له کبله ډېر زيات اغیزمنيږي نو دا زموږ ټولو له پاره يوه بې ساري ننګونه ده.»

نوموړې د تيسلا او سپيس ايکس د اجرئيوي مشر ايلن ماسک مثال ورکړ چې ترمپ د حکومتي کارګردګۍ دنوې ادارې د ګډ مشر په توګه ټاکلی دی. ترمپ دا خبره هم کړې ده چې ماسک به له حکومتي دایرې دباندې په پاتېدو سره کار وکړي.

انګليلا ميرکل، وويل: «که چېرې د ده په څېر يو کس چې په فضا کې د ټولو سټېلايټونو يا سپوږمکيو د ۶۰ سلنه څښتن دی، نو دا به زموږ له پاره پر سياسي مسئلو سربیره د سترې انديښنې باعث وي.»

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

سپیس ايکس د سټېلایت انترنت چمتو کوونکې شرکت ستار لنک مالک شرکت دی چې تر چتر لاندې یې په فضا کې تر ۶۰۰۰ ډېر سټېلايټونه موجود دي او په پیرودونکو کې یې شخصي شرکتونه او دولتي آژانسونه شامل دي.

د میرکل د ياداښتونو اړوند کتاب چې «آزادي: يادونه ۱۹۵۴- ۲۰۲۱» تر عنوان لاندې دی، د ترمپ د بيا ټاکل کيدو تر مخه ليکل شوی دی.

دا کتاب به د نوامبر پر ۲۶مه نيټه په تر ۳۰ ډېرو هېوادونو کې خپور شي. میرکل، شپيګل مجلې ته وويل چې د ترمپ، بريا هغه خواشينې کړې ده.

انګيلا ميرکل او بارک اوباما
د امريکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما به په امريکا کې د ميرکل د کتاب د معرفي په غونډه کې ګډون ولري. انځور: Büro der Bundeskanzlerin a. D./dpa/picture alliance/dpa

د پخوانۍ صدراعظمې دا کتاب به په دسمبر میاشت کې په امريکا کې د يوه داسې محفل په ترڅ کې خلکو ته معرفي شي چېرې چې به د ميرکل ترڅنګ د امريکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بارک اوباما، هم موجود وي.

میرکل په خپل کتاب کې د ترمپ ترڅنګ د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتین، په ګډون د نورو نړيوالو مشرانو سره د خپلو سياسي معاملو په اړه خبرې کړي دي.

د نوموړې پخوانۍ صدراعظمې دا کتاب په داسې وخت کې چاپیږي چې میرکل، د آلمان روانو سياسي او اقتصادي ستونزو او مخ پر پراخیدونکو نړيوالو بحرانونو ته په کتو سره له خپل ۱۶ کلن ميراث څخه د دفاع له پاره له فشار سره مخامخ ده.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب